د چارو اداره هېواد کې د هر ډول بنسټیزې او دوامداره پراختیا ملاتړ کوي

د چارو ادارې لوی رياست د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ریاست د شتمنيو د ثبت او بررسۍ معاون ملا محمد هاشم فرهادوال له اقتصاد وزارت سره د افغانستان د دوامداره پراختيا پروژې اړوند غونډه کې وویل د چارو ادارې لوی ریاست په هېواد کې د هر ډول بنسټیزې او دوامداره پراختیا هرکلی او ملاتړ کوي.
دغه غونډه چې نن سه شنبه «محرم الحرام لومړۍ/ چنګاښ ۲۷ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د شتمنيو د ثبت او بررسۍ د مرستيال ملا محمد هاشم فرهادوال په مشرۍ جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.
ورپسې د اقتصاد وزارت د استازو له لوري«د افغانستان د دوامداره پراختيا موخې او ستراتيژيک اهميت» تر نامه لاندې د غونډې ګډونوالو ته پرېزنټيشن وړاندې شو او ددې پروګرام په اړه يې معلومات ورکړل.
په غونډه کې د اقتصاد وزارت استازو د دې پروګرام د پرمخ وړلو په اړه د چارو ادارې لوی رياست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د دې پروګرام پر مټ د افغانانو په ژوند کې په اقتصادي، علمي، روغتيايي او ټولنيزه توګه پرمختګونه رامنځته کيږي او د خلکو د ژوند په ښه والي مثبت اغېز لري.
په غونډه کې د شتمنيو د ثبت او بررسۍ مرستيال ملا محمد هاشم فرهادوال د اقتصاد وزارت استازو ته د ياد پروګرام په اړه د ملاتړ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې هغه موضوعات چې له اړوند رياست پورې اړه لري په اړه يې د همکارۍ چمتووالی وښود.
د دوامداره پراختيا پروګرام چې د ملګرو ملتونو له لوري په ۲۰۰۰ زيږديز کال پيل شو، افغانستان يې په ۲۰۰۴ زيږديز کال غړيتوب ترلاسه کړ او تر اوسه ۱۹۳ هېوادونه ددې پروګرام غړيتوب لري.
دغه پروګرام، د روغتيا، زده کړو، فقر له منځه وړلو، د څښاک پاکو اوبو، انرژۍ، کاري فرصتونو او اقتصادي پياوړتيا، صنعت، د اقليمي بدلونونو او د ژوند په نورو برخو کې فعاليتونه کوي.
دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.