"د روزنیزو ورکشاپونو ترسره کول د کارمندانو ظرفیت لوړوي"

د وزارتونو او خپلواکو ادارو د استازو لپاره د پلان جوړونې او راپور ورکولو د روزنیز ورکشاپ یو تن ګډونوال نثار احمد ساپی وايي، د روزنیزو ورکشاپونو په جوړولو سره به د امارتي کارکوونکو ظرفیت لوړ شي.
د هغه په وینا د داسې ورکشاپونو جوړول یو اړین ضرورت دی ترڅو کارمندان د ملکي خدماتو په بېلابېلو برخو مالومات ترلاسه کړي.
د وزارتونو او خپلواکه ادارو استازو لپاره د پلان جوړونې د څرنګوالي او راپور ورکولو په برخه کې دوه ورځنۍ ورکشاپ د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او ارزونې ریاست له لوري جوړ شوی وو.
دغه ورکشاپ پرون شنبه (۲۹ رجب المرجب) د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور په حضور کې پیل شو، چې په کې د امارتي ادارو او وزارتونو نږدې ۶۰ تنو استازو ګډون کړی و.
ددې برنامې دویمه ورځ چې د قرآن کریم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
د یاد ورکشاپ د لومړۍ ورځې د خبر لینک!