د وزارتونو او خپلواکو ادارو استازو ته د پلان او راپور ورکولو په اړه ورکشاپ پیل شو

د چارو ادارې لوی رياست تر چتر لاندې د څارنې او پالیسۍ معاونیت له لوري د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو استازو ته د پلان او راپور ورکولو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ چې نن شنبه (د رجب المرجب ۲۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې پیل شو، د پیل مراسمو کې يي د دې ریاست لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور، د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب او د څارنې او ارزونې رياست رئيس محمداګل کوچي هم برخه واخيسته.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست رئیس شيخ الحديث نور الحق انور وويل، نظام په ټولنه کې ځانګړی حیثیت لري، که نظام سالم و نو ټولنه به هم سالمه وي او که نظام فاسد و، ټولنه به هم له ستونزو سره مخ وي.
د چارو ادارې لوی رئيس وويل چې د هېوادونو پرمختګونو او شاتګ کې نظامونه مهم رول لري او د نظامونو ښه والی او بد والی د مسؤلینو ښه والي او بد والي پورې اړه لري.
همدا راز غونډې ته د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب هم د وزارتونو او خپلواکو ادارو استازو ته په خبرو کې له هغوی وغوښتل چې خپلو مسؤليتونو ته په ښه توګه متوجه شي او خپلې چارې په ښه توګه پرمخ يوسي.
ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او ارزونې رياست له لوري د ورکشاپ ګډونوالو ته د ربع وار او کلنيو پلانونو او راپورونو جوړولو په اړه بېلابېل پرېزنټيشنونه وړاندې شول او په يو شمير موضوعاتو بحث وشو.
دغه دوه ورځنی ورکشاپ چې سبا به هم دوام وکړي، پیل يې د قرآنکريم په تلاوت وشو او د لومړۍ ورځې بحث يې د خير په دعا سره پای ته ورسېده.