26 غویی 1399
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ملي شورا کې د فراه ولایت استازو سره ولیدل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي نن له غرمې وروسته ملي شورا کې د فراه ولایت استازو سره ولیدل، دې لیدنه کې د یاد ولایت د استازو د ستونزو له اورېدو وروسته د چارو ادارې او ملي شورا تر منځ د همغږۍ په اړه خبرې وشوې.