د نادرکه شویو مجاهدینو او نورو کسانو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

محترمو مسلمانانو وروڼو! دا چي زموږ ځیني هیوادوال د تېر شل کلن جهاد په دوران کي نادرکه شوي او اوس یې کونډي بې سرنوشته، مال او جایدادونه یې د ورثه و ترمینځ نه دي ترکه شوي، نو ټولو هیوادوالو ته لاندي هدایات او حکمونه کوم: د امریکا د اشغال او د فاسدي ادارې په دوران کي چي د مسلسلو څېړنو وروسته د راجحو قرائنو او ښکاره دلائلو په پایله کي دا ثابته شي، چي زموږ هیوادوال د لارو په اوږدو کې شهیدان کړل شوي، یا زندانونو ته اچول شوي او بیا له څه مودې وروسته په شهادت رسول شوي دي، یا په جنګونو او کمینونو کي نادرکه شوي وي؛ خو د دغو شهیدانو د کورنۍ پاتي کسانو ته لا تر اوسه پورې هم د دوی د شهادت یا ژوند معلومات پوره نه وي شوي، چي له امله یې کونډي بې سرنوشته او مال او جایدادونه یې هم د ورثه و ترمینځ شرعاً لا تر اوسه نه وي ترکه شوي، د افغانستان اسلامي امارت د هیواد د جیدو علماء کرامو څخه استفتاء وکړه، چي علماوو په جواب کي وویل: (د حنفي فقهي په کتابونو کي راغلي دي چي هغه کسان چې په جنګونو یا هغه ځایونو کې ورک وي چي غالب ګمان یې د مرګ وي او قرائن د مرګ یې هم ظاهر وي او طویله زمانه هم تېره شوې وي نو د مرګ حکم پر کیږي). په دې خاطر چي زموږ د دغو شهیدانو کونډې بې سرنوشته او جایدادونه یې د شرعي ترکې او تقسیم او نورو شرعي حکمونو څخه معطل پاتي نه شي، لاندي مادې منظوروم: لومړۍ ماده: د فاسدي ادارې د حکومت په دوران کي چي کوم کس په جنګ کي ورک شوی وي، یا په چاپه، لارو او یا نورو ځایونو کي نیول شوي وي؛ خو هیڅ معلومات یې تراوسه نه وي شوی؛ سره له دې چي قریبانو یې په معلومات کولو کي پوره کوښښ کړی وي، اوس یې منکوحه غواړي چي د بل زوج سره نکاح وکړي او یا یې ورثه د مال تقسیم غواړي نو خپلي مربوطه ابتدائيه محکمې ته دي موضوع وړاندي کړي. دوهمه ماده: محکمه دې د قریبانو څخه د دغه ورک شوي کس پوره شهرت، د ورکیدو نېټه، ځای او د ورکیدو طریقه وغواړي. دریمه ماده: محکمه دې له قریبانو څخه د هڅو او معلوماتو په هکله تحریري استعلام وکړي. څلورمه ماده: وروسته دې محکمه په خپله هم په ښه احتیاط او ممکنه طریقه معلومات وکړي. پنځمه ماده: که محکمې ته وروسته تر معلوماتو او قرائنو ته په کتو د دغه کس پر مرګ اطمینان حاصل شو، دغه معلومات دې له خپلي مرافعه محکمې سره شریک کړي شپږمه ماده: مرافعه محکمه دې موضوع په دقت مطالعه کړي، که مرافعه محکمې ته هم اطمینان حاصل شو؛ نو ابتدائیه محکمې ته دي هدایت وکړي چي د دغه کس په مرګ حکم وکړي. اوومه ماده: وروسته دي ابتدائیه محکمه د دغې فتوی مطابق د دغه کس په مرګ حکم وکړي. اتمه ماده: ابتدائیه محکمه دې له حکم وروسته د فتوی مطابق د دغه کس منکوحې ته امر په تیریدو د عدې د وفات وکړي. نهمه ماده: تر عدې د وفات وروسته دې منکوحې ته اختیار ورکړي چي د بل زوج سره نکاح وکړي. لسمه ماده: د محکمې تر حکم وروسته د شهیدانو جایدادونه او ملکیتونه د شریعت د حکمونو مطابق ددوی پر ورثه وو باندې د ترکې او تقسیم وړ بلل کیږي. یوولسمه ماده: دغه فرمان د هیواد د جیدو علماء کرامو د شرعي فتوی پر اساس ابلاغوو، خو که څوک د خپلو قریبانو د ژوند په هکله موثق معلومات ولري هغوی له دغه فرمان څخه مستثنی دي. دوولسمه ماده: د هیواد ټول محاکم او نوري حقوقي ادارې دي ددغه فرمان د حکمونو مطابق اجراءآت وکړي. دیارلسمه ماده: دغه فرمان د توشیح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.
والســـــــــــلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده
۱۴۴۴/۱/۶هـ ق
۱۴۰۱/۵/۱۹هـ ش ــ 2022/8/10م