د افغانستان د علومو اکاډمي

د علومو اکاډمي پېـژندنه
د افغانستان د علومو اکاډمي بنست شاوخوا یوه پېړۍ مخکې مهال ته رسېږي. پر ۱۳۰۱ل (۱۹۱۹م) پښتو مرکه، پر ۱۳۱۰ل (۱۹۳۱ م) کابل ادبي انجمن ، پر ۱۳۱۱ل کال کندهار ادبي انجمن جوړ شو او پر ۱۳۱۶ل (۱۹۳۷ م) کال د پورته انجمنونو له یوځای کېدو څخه پښتو ټولنه جوړه شوه. پر ۱۳۲۰ل (۱۹۴۱ م) کال اریانا دایرة المعارف انجمن، پر ۱۳۲۱ل (۱۹۴۲م) د تاریخ انجمن، پر ۱۳۴۵ل (۱۹۶۶م) د لرغونپوهنې امریت، پر ۱۳۵۴ل (۱۹۷۵م) د کوشاني څېړنو بین المللي مرکز او پر ۱۳۵۴ل (۱۹۷۵م) د پښتو څېړنو بین المللي مرکز جوړ شو. په ۱۳۴۹ل کال د افغانستان اکاډمي جوړه شوه، بیا د یادو ټولو مرکزونو له یوځای کېدا څخه پر ۱۳۵۷ل (۱۹۷۸م) کال د افغانستان د علومو اکاډمي د ایجاد فرمان صادر شو.
د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد په سطحه د علمي څېړنو تر ټولو لوړه دولتي اداره او مستقل تشکیل او بودجه لري. له تشکیلاتي پلوه علومو اکاډمي دوه برخې لري: علمي او اداري.
په علمي برخه کې د بشري علومو معاونیت، د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د اسلامي علومو معاونیت او د علمي منشي دفتر دي چې هره برخه یې ځانګړي علمي مرکزونه، هر علمي مرکز ځانګړي انسټیټوټونه او ډیپارټمنټونه لري او په اداري برخه کې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست قرار لري.
د علومو اکاډمۍ هره برخه په علمي مرکزونو، انستیتوتونو او دیپارتمنتونو وېشل شوې چې په ټولیزه توګه ۱۷علمي مرکزونه، ۴۹ انستیتوتونه او ۷۶ دیپارتمنتونه لري، ددې ترڅنګ یو تشخیصیه کلینیک، تحقیقاتي اتنوګرافیک موزیم، عام کتابتون، د دفتر ریاست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د فرهنګی اړیکو ریاست ،د پالیسۍ او پلان ریاست او نور اداري ریاستونه او امریتونه هم پکې شامل دي.
تشکیل:
د علومو اکاډمي عمومي ریاست له علمي غړو او د ملکي خدمتونو له کارکوونکو څخه تشکیل شوی ارګان دی چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په مالي تشکیل کې یې (۳۰۴) بستونه د علمي غړو لپاره ، ( ۱۱۸) بستونه یې د اداري، مسلکي او تخنیکي کارکوونکو لپاره او (۹۹) بستونه د خدماتي پرسونل لپاره ورکړل شوي چې مجموعاً (۵۲۱) بستونه دي.
موخه:
د علومو اکاډمۍ عمومي موخې د بېلابېلو علومو په برخو کې د ټولنیز وضعیت ښه والی، کلتوري بډاینه، د اقتصاد پرمختګ، د طبیعی زېرمو د منابعو ارزول او له هغو ذخیرو څخه د اغېزمنې استفادې د لارو چارو لټول دي ، د علومو د علمي کچ لوړاوی او د دیني او اسلامي فرهنګ بډاینه یې کلیدي موخه ده.
لرلید: د بشري، طبیعي – تخنیکي او اسلامي علومو په برخه کې علمي څېړنې کول.
د مقام د دفتر ریاست
د علومو اکاډمي د مقام دفتر ریاست د یادې اکاډمۍ او نورو دولتي او غیردولتي ادارو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ رامنځ ته کولو په پار ایجاد شوی دی، چې له یوې خوا د علومو اکاډمي خپل منځني اداري اړیکې ټینګې او له بلې خوا د دې بنسټ د علمي او اداري واحدونو ترمنځ انسجام او همغږي پياوړې کړي. په دې سربېره یاد ریاست دنده لري چې د علومو اکاډمي اړوند د افغانستان د اسلامي امارت او د عمومي ریاست د مقام هدایات، د کابینې د مصوبو او اسلامي امارت مقام عالیقدر امير المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او احکامو له تطبیق څخه نظارت وکړي او د ا. ا. ا د پرېکړو او هدایتونو پر ځای کولو په برخه کې د علومو اکاډمي د کړنو ګزارش د افغانستان د اسلامي امارت د چارو ادارې ته ولېږي.
د علمي منشي دفتر
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي منشي دفتر له ۱۳۶۹ هـ. ش کال را په دېخوا د علومو اکاډمي په تشکیلاتي جوړښت کې فعالیت لري. اوسنی تشکیل یې د علمي، اداري او خدماتي پرسونل په شمول ۶ کسانو ته رسېږي.
د علومو اکادمۍ د قانون د اوومې مادې په دوهم بند کې د علمی منشي تر څنګ د علمي مرستیال کلمه کارول شوې ده، د یادې مادې پر بنسټ د علومو اکاډمۍ علمي مرستیال د اړوندو تقنیني سندونو سره سم د علومو اکاډمۍ د لوی رئیس په وړاندیز او د رئیس الوزراء په منظورۍ ټاکل کېږي.
د اسلامي علومو معاونيت
په ( ۱۳۷۲) هجري لمریز کال کې د افغانستان د با شهامته او زړورو مجاهدینو له خوا له هېواد څخه د شوروي پوځ او د ددوي لاسپوځې متحدین له وېستلو او د اسلامي حکومت له جوړېدو ځخه وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي په تشکیلاتو کې «د اسلامي علومو معاونیت » رامنځ ته شوی، چې اوس مهال په څلور ګونو مرکزونو ؛ تفسیر او حدیث، فقه او قانون، عقیده او ثقافت او اسلامي بانکداري او معاصر مسایلو څېړنیز مرکز چې ځانګړي علمي او څیړنیز فعالیتونه ترسره کوي.
موخه
د اسلامي علومو معاونیت موخه د تفسیر ، علوم القران، علوم الحدیث، فقه او اصول فقه، قانون، عقیده، ثقافت، د اسلام تاریخ، تصوف، اسلامي عرفان او د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو په برخو کې علمي څېړنې ترسر کول دي چې موخه یې په هیواد کې د سودې بانکدارۍ نظام او غیر شرعي معاملې په اسلامي بانکداري نظام او اسلامي اقتصاد بدلول دي او د هیواد په معاصرو مالي معاملاتو د شرعي احکامو د تطبیق لپاره د کاري چوکاټ چمتو کول دي.
فعالیتونه
په هېواد کې د اسلامي علومو د بېلابېلو څانګو د مطالعې او څېړنې شدیده اړتیا ددې لامل شوه، چې دغه علمي - څېړنیزه اداره «د افغانستان د علومو اکاډمي» په تشکیلاتو کې په جامع او وسطې فکر سره د تفسیر ، علوم القران، علوم الحدیث، فقه او اصول فقه، قانون، عقیده، ثقافت، د اسلام تاریخ، تصوف او اسلامي عرفان په برخو کې علمي څېړنې د ترسر کولو په موخه« د اسلامي علومو د څېړنو معاونيت » په ۱۳۷۲هـ.ش کال د وخت د اسلامي دولت د (۳۰۸۲) ګڼې د(16/9/1372 ه.ش) نېټې فرمان له مخې د عومو اکاډمي په تشکيل کې زيات شو چې اوسمهال په څلورو مرکزونو: « د تفسیر او حدیث مرکز، د فقهې او قانون مرکز، د عقیدې او ثقافت مرکز، د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز» ، (۸) انسټيټوټونو آمريت: « د تفسیر او قرآن علومو انسټیټوټ، د حدیث او اصول حدیث انسټیټوټ، د فقهې او اصول فقهې انسټيټوټ، د قانون انسټيټوټ، د عقیدې انسټيټوټ، د ثقافت انسټیټوټ، د اسلامي بانکدارۍ او تجارتي معاملاتو څېړنیز انسټیټوټ او د معاصرو مسائلو څېړنیز انسټیټیوټ»، خپل فعالیت ترسره کوي.
لرلید
د اسلامي علومو برخه د اړوندو (څلورګونو) مرکزونو د اهدافو، فعالیتونو او لرلیدونو په ترتیب، تنظیم او لاسته راوړلو کې همکاري او سرپرستي کوي.
د بشري علومو معاونیت
د بشري علومو د برخې ( واحد ) د علومو اکاډمي په چوکاټ کې په ( ۶ ) څانګو: « د ټولنیزو علوم مرکز، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو څېړنو بین المللي مرکز، د لرغونپېژندنې مرکز او د کوشاني څېړنو مرکز» کې فعالیت لري چې د هېواد او ټولنې عیني اړتیاوو ته په کتلو سره په پورتنیو برخو کې د ملي او بین المللي معیارونو په پام کې نیولو سره څېړنې او فعالیتونه ترسره کوي.
موخه
په عمومي توګه د هېواد په کچه د بشري علومو په برخه کې د علم او فرهنګ د بډاینې د تاریخي اصالت ساتل او د اقتصادي پرمختیار په پار نوې څېړنې او تحقیقات ترسره کول.
فعالیتونه
د ملي او رسمي ژبو تر څنګ په هېواد کې د نورو سیمه ییزو ژبو او قومونو د فرهنګ د غوړېدا لپاره څېړنې او تحقیقات ترسره کول، وخت ته په کتلو د مهمو هېوادنیو، سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه د علمي ــ څېړنیزو سیمینارونو دایرول او اړوندو ادارو ته د نویو لارو او طرحو وړاندې کول، د هېواد له پوهنتونونو سره د ماسټري او دکتورا په پروګرامونو کې د تدریس په برخه کې د بشري علومو د برخې د څېړونکو او استادانو لخوا همکاري، د هېواد د تېر تاریخ او لرغونپېژندنې په برخه کې څېړنې سرته رسول او د هغو ارزښت او اهمیت په ګوته کول، د سمیه ییزو مهمو موضوعاتو په اړه څېړنې او تحقیقات سرته رسول او همدارنګه د قاموسونو او دایرة المعارفونو لیکل د بشري علومو د برخې فعالیتونه را نغاړي.
لرلید
د بشري علومو برخه د مربوطه (۶) مرکزونو د اهدافو، فعالیتونو او لرلیدونو په ترتیب، تنظیم او لاسته راوړلو کې همکاري او سرپرستي کوي.
د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت
هغه مهال چې د علومو اکاډمی قانون د لومړي ځل لپاره په ۱۳۶۰هـ. ش کال کې توشیح شو، د طبیعي-تخنیکي علومو معاونیت په علومو اکاډمي کې خپل علمي - څېړنیز فعالیتونه پیل کړل، وروسته بیا په ۱۳۶۷هـ. ش کال کې همدې معاونیت لاندېنيو څلورو علمي- څېړنیزو مرکزونو او یوه نشراتي مدیریت ته ارتقا وکړه چې په لاندې ډول دي:
۱- د کیمیا، بیولوژي او کرنې علمي مرکز.
۲- د ریاضي، فزیک او تخنیک علمي مرکز .
۳- د ځمکې علومو مرکز.
۴- د طب علومو مرکز.
موخه
د طبیعی علومو په بېلا بېلو اساسي برخو (ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي) او نورو برخو کې، لکه انرژي، زراعت، مالدارۍ، آبیارۍ، د اوبو منابعو، کانونو، صنعت، کیمیاوي ټکنالوژي، چاپېریال ساتنې، طب، فارمسي، له طبیعي منابعو څخه معقوله او مؤثره استفاده، په هېواد کې د ساینس او تکنالوژۍ انکشاف، د ابداع ارزونه، کشف، اختراع او په دغو برخو کې انسجام او څېړنې د دغه معاونیت اساسي او علمي موخې دي.
لرلید
د طبیعي – تخنیکي علومو برخه د مربوطه (۴) مرکزونو د اهدافو، فعالیتونو او لرلیدونو په ترتیب، تنظیم او لاسته راوړلو کې همکاري او سرپرستي کوي.
د فرهنگي اړیکو د ریاست
د فرهنګي اړیکو ریاست د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي موخو ترلاسه کولو په لاره کې له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د علمي – څېړنیزو او فرهنګي اړیکو رامنځ ته کولو او پراختیا لپاره د قانون او نورو تقنیني اسنادو په رڼا کې خپل فعالیتونه تنظیموي، دا ریاست له علمي- څېړنیزو او فرهنګي بنسټونو سره د اکاډمیکو او سیستماټیکو اړیکو پراختیا په پار په ملي او بین المللي کچه د هوکړهلیکونو، پروټوکولونو، تفاهملیکونو او تړونونو لاسلیکولو ته زمینه برابروي او هڅه کوي چې د هغو احکام پلي کړي او ورته علمي بڼه ورکړي.
د مالي او اداري عمومي ریاست
مالي او اداري عمومي ریاست د افغانستان د علومو اکاډمي د اداري جوړښت یوه برخه ده، چې دندې یې د خدمتونو آسانول، خدمات وړاندې کول او د ادارې په تشکیل کې یو خوندي کاري فضا رامنځته کول دي. دغه ریاست د اداري برخو او کارکوونکو د رهبریت، مدیریت او کنترول مسؤولیت په غاړه لري، چې تشکیل یې په لاندې ډول دی:
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست؛
د پالیسۍ او پلان ریاست؛
اداري ریاست؛
د مالي او حسابي ریاست؛
د کارکوونکو چارو آمریت؛
د تدارکاتو آمریت.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د علومو اکاډمۍ یو مهم خپرنیز ریاست دی، چې د اداري پالیسۍ سره سم په لاندې برخو کې فعالیت کوي:
د علومو اکاډمي د څېړونکو او استاذانو کتابونه او مجلې چاپول او خپرول؛
د هېواد دننه او له هېواد بهر بنسټونو ته د موقوت او غیر موقوت آثارو توزیع کول؛
د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ ته زمینه برابرول؛
د رسنیو سره د اړیکو زمینه برابره کول؛
د سیمینارونو، کنفرانسونو او نور علمي- څېړنیزو غونډو رسنیز کولو په موخه اجراآت کول؛
د کتابونو او مجلو خرڅلاو او بازارموندنې؛
اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابرول؛
د خپرنیزو کمیسیونونو دایرول؛
د پلان او پالیسي ریاست
د علومو اکاډمۍ د پلان او پالیسي ریاست د دې ادارې د ملا د تير حیثیت لري، چې د علمي، څیړنيزو او پرمختیایي فعالیتونو، کارنامو او پرمختګونو په ترسره کولو کې همېشه حیاتي رول لري، او دا فعالیتونه د مخکې له مخکښې طرحه شوو پلانونو سره سم ترسره کوي. دغه ریاست همدارنګه د علمي ادارې او د نورو دولتي ادارو ترمنځ د پلان او پالیسۍ په برخه کې د اړیکو پُل دی، چې د نږدې اړیکو د ساتلو لپاره فعالیت کوي.
د مالي او حسابي ریاست
دغه ریاست (د عادي او پراختیایي بودیجې آمریت، د عمومي معاشاتو مدیریت، د حوالو عمومي مدیریت، د دفتردارۍ « افمس» تحصیلي مدیریت) درلودونکی دی. اساسي دنده یې د مالي چارو څارنه او مدیریت دی. د کلني بودجې دفاع د ادارې اړتیاوو او حقیقتي ضرورتونو پر اساس، د کارمندانو معاشونه، د پیسو رسیدونه، د پرچون او قراردادي خریداریو، د عادي او پرمختیایي بودجې لګښتونه، د حق الزحمه، سفریه او د ادارې د عایداتو اداره کول او راټولول او نورو مالي خدماتو له پلان سره سم اجرا کوي.
همداراز، د مالي او حسابي چارو د غوره تنظیم لپاره، د عمومي بودجې ریاست، د خزاینو ریاست او د مالیې د وزارت د نورو اړوندو برخو سره همږغي او ارتباط ټینګوي.
د کارکوونکو چارو آمریت
دغه آمریت (د استخدام عمومي مدیریت، د سوانحو عمومي مدیریت «HRMIS»، د زده کړو عمومي مدیریت او د حاضري مدیریت) په برخو کې د کارکوونکو د تشکیل، استخدام، ترفیع، تقاعد، تعلیم، ظرفیت لوړولو، حاضري، او د معاشاتو راپور ورکولو چارې مخ ته وړي.
یاد آمریت دنده لري، چې د اداري اصلاحاتو ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د تقاعد عمومي ریاست او نورو اړوندو مراجعو سره د کار په چارو کې همغږي ترسره کړي، تر څو د کار قانون، د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون، د ذاتي چارو د مقررو او نورو قوانینو او طرزالعملونو سره سم د (علمي او اداري) کارکوونکو د حقوقو اخستنه او ساتنه وکړي.
د تدارکاتو آمریت
دغه آمریت د خپلو اړوندو مدیریتونو ادارې، چې ټولې پرچونې پېرنې او د اړتیا وړ اجناسو او خدماتو قراردادونه، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل، د ملي تدارکاتي ادارې متحدالمالونه او موجودې لارښوونې پر اساس د دې برخې له لارې ترسره کېږي. همداراز، د ملي تدارکاتو اداره، د مالیې وزارت او نورو شریکانو سره د اړیکو او همږغۍ تامینول د دې برخې اساسي وظیفې دي.
د داخلي تفتیش آمریت
د داخلي تفتیش آمریت په تشکیل کې مستقیماً د علومو اکاډمي د عمومي رئیس تر اثر لاندې کار کوي او له خپلو اجراآتو مسقیماً د علومو اکاډمي ریاست ته د ګزارش ورکولو مسؤولیت لري.
د داخلي تفتیش آمریت قوانین، فرامین، د وزیرانو شورا مصوبې، د داخلي تفتیش ادارې د مقررو احکام، د داخلي تفتیش ادارې د ستندرد تعلیمات نامه او داسې نورو اسنادو چې د علومو اکاډمي د مالی او اداري فعالیتونو کنترول او تنظیموي او دغه اسنادونه په سمه توګه څاري.
د ژباړې او تدقیق مرکز
د ژباړې او تدقیق مرکز رسماً ۲/۵/۱۴۰۱ نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي په چوکاټ کې د د بېلابېلو علومو د علمي آثارو د ژباړلو له لارې د هېواد او هېوادوالو د علمي پرمختګ په موخه ایجاد شوی دی.
یاد مرکز په خپل تشکیل کې د رئیس، علمي منشي او دوو آمریتونو په شمول ۱۵ تنه غړي لري، چې ټول د خپلو مسلکونو سره سم په ژباړو او د هغو په ارزونو او تدقیقاتو بوخت دي.
د دایره المعارف مرکز
دایره المعارف مرکز، د افغانستان د اسلامي امارت د علومو اکاډمي له مهمو علمي مرکزونو څخه دی، چې په هارډ او سافت بڼه د نورو مرجع آثارو ترڅنګ، عمومي او اختصاصي دایرةالمعارفونه او قاموسونه تدوین او چاپوي. دغه مرکز اوسمهال په تشکیلاتي جوړښت کې یو آمریت (د دایرةالمعارفونو انستیتوت) او د منشي دفتر لري او خدماتي څانګه لري.
د یاد مرکز د دایرةالمعارفونو انستیتوت په چوکاټ کې (۶) تنه علمي غړي پر تخصصي، علمي او (۲) تنه نور پر خدماتي چارو بوخت دی، چې د مرکز د رئیس په ګډون ټولټال رسمي تشکیل یې (۱۰) تنو ته رسېږي.
لرلید
د عمومي دایرةالمعارف ترڅنګ چې اوسمهال د چاپ او خپراوي پروسه یې بشپړه شوې، اړتیا ده، چې په بېلابېلو علمي څانګو کې اختصاصي دایرةالمعارفونه تدوین او چاپ شي. همدارنګه چاپ شوی عمومي دایرةالمعارف د وخت او شرایطو اړتیاوو په پام کې نیولو سره بیاکتنې او بیا خپراوي ته اړتیا لري. د دې ترڅنګ، د نوي تکنالوژۍ چټک پرمختګ او پرمختیا ته په کتو، دغه دایرةالمعارفونه باید ټول په دیجیتلي بڼه هم چمتو شي، ترڅو له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره، دایرةالمعارفونو ته د عامه لاسرسي لړۍ نور هم اسانه، ارزانه او ورسره جوخت، د اړوندو ادارو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د ځان بسیاینې تګلارې په رڼا کې، د علومو اکاډمي لوی ریاست په چوکاټ کې یو مهم عایداتي سرچینه برابره شي.
تاریخچه
دایرةالمعارف مرکز، د علومو اکاډمي تر ټولو پخوانی مرکز دی، چې په لومړي ځل پر (۱۳۲۰ ل/ ۱۹۴۱ ز) کال کې د د مطبوعاتو مستقل ریاست د تشکیلاتي جوړ ښت دننه د «دایرةالمعارف انجمن» په نوم د «پښتو ټولنې» په چوکاټ کې رامنځته شو، چې لومړنی مدیر يې میا حسین خان و.
دغه انجمن پر (۱۳۲۵ل) کال لوی مديریت ته ارتقاء وکړه، چې محمد هاشم پرديس (میوندوال) يې عمومی مدير شو او پر (۱۳۲۸ل) کال، د پشتو دایرةالمعارف لپاره بېل مديریت رامنځته شو، چې غلام جیلاني جلالي يې مديریت په غاړه درلوده. په لومړۍ دوره کې آریانا دایرةالمعارف شپږ ټوکه په دری او اوه ټوکه په پښتو ژبه چاپ شو. په لومړۍ دوره کې د آریانا دایرةالمعارف د چاپ پر مهال، په پام کې نيول شوی و، چې هر ټوک يې په بېلابېلو علومو کې په پنځو (۲۰۰) مخیزو برخو کې چاپ او نشر شی، خو وروسته په يو (۱۰۰۰) مخیزو ټوکو کې ترتیب شو، نو په همدې ډول د پورته برنامی پر اساس د آریانا دایرةالمعارف د لومړی ټوک لومړۍ او دويمې برخې په (۱۳۲۷ل) او دريمې، څلورمې او پنځمې برخې يې پر (۱۳۲۸ل) د میرعلی اصغر شجاع اقبال په مدیریت چاپ شو او د آریانا دایرةالمعارف شپږم او وروستي ټوک د لومړي ځل لپاره په دري ژبه د (۱۳۴۸ل/ ۱۹۶۹ز.) په کب مياشت کې د سردارمحمد منګل په ریاست چاپ شو. د آریانا پښتو دایرةالمعارف لومړنی ټوک په (۱۳۲۹ل/۱۹۵۰م.) کال کې د غلام جيلاني جلالي په مدیریت تکمیل او خپور شو.
د آریانا پښتو دایرةالمعارف اووم او وروستي ټوک پر (۱۳۵۵ل/ ۱۹۷۴ز) کال د زمري به مياشت د دکتور حفیظ الله ناصر په آمریت بشپړ او چاپ شو. په درېيم ټوک شامل، افغانستان پېژندنې برخه، د کتاب په بڼه مستقله او په اختصاصی توګه هم د آریانا دایرةالمعارف انجمن له خوا چاپ شوی دی.
په همدې موده کې دایرةالمعارف انجمن، د آریانا دایرةالمعارف پر چاپ سربېره د افغانستان جغرافیايی قاموس په پشتو ژبه په شپږو او په دري ژبه په څلورو ټوکو کې چاپ کړی دی.
دغه مرکز، پر (۱۳۵۷) کال د افغانستان علومو اکاډمي په تاسیس سره د دغه ادارې په تشکیلاتي جوړښت کې شامل شو. د آریانا عمومي دایرة المعارف دویمه دوره د هغه مهال د انتقالي حکومت د رئیس د ۴/۱۵/۱۳۸۱ نېټې د ۱۶ ګڼې فرمان پر بنسټ له څو لسیزو ځنډ وروسته په فعالیت پیل وکړه؛ چې ورپسې په بېلو ټوکونو کې په دري او پښتو ژبه دواړو په همماله توګه پر ۱۳۸۵ل. د آریانا دایرة المعارف د لیکلو چارې ترلاسه لاندې ونیولې.
بالاخره په ۱۳۹۷ل. کال کې (۱۴) جلده (۷) دري (۷) پښتو عمومي دایره المعارف چاپ کړل شو.
د عمومي دایره المعارف تر چاپ او خپراوي وروسته، دغه مرکز د اختصاصي دایره المعارفونو پر لیکلو پیل وکړ، چې تر اوسه پورې د ماشومانو دایره المعارف (۴) جلده دري (۳) جلده پښتو بشپړ شوي؛ د دري ماشومانو دایره المعارفونه دوه لومړني جلدونه او د پشتو ماشومانو دایره المعارف لومړی جلد چاپ شوي هم دي. همدارنګه د افغانستان د ادبیاتو اختصاصي دایره المعارف باندې چې کار روان و، په دواړو (پښتو او دري) ژبو یو یو جلد بشپړ او چاپ ته شوی چې د هرې ژبې ادبي دایره المعارف (۱۱۵۰) دایره المعارفي مقالې لري.
د دې ترڅنګ د اسلامي، طبیعي او بشري علومو په برخه کې د ۵۴ اختصاصي دایره المعارفونو پېژندنه شوي، چې د یو شمېر یې اصطلاحات هم تثبیت او تشخیص شوي او د لیکلو لپاره چمتو شوي دي.
سربېره پردې، د دایره المعارف پورته یاد شوي علمی غړي، هر یو په خپله تخصصي برخه کې علمي پروژې لري، علمي کنفرانسونه وړاندې کوي او د اړوندو مجلو لپاره علمي تخصصي مقالې لیکلي. پر دې بنسټ، همدا اوس په بشري، طبیعي او بشري علومو په برخه کې شاوخوا ۶ علمي پروژې تر کار لاندې دي.
د آریانا دایرة المعارف مصطلحات، چې د داخلي او خارجي مستندو سرچینو په مرسته لیکل شوي، د الفبا په سیستم تنظیم او تیار شوي دي. د «د دایرة المعارف د مقالو د تثبیت او ارزونې کمیسیون» د پرېکړې پر اساس د هرې مقالې په اخیر او یا پای کې او یا هم د فهرست په ډول د کتاب په لومړیو پاڼو او یا هم اخیر کې د منابع یادول او راوړلو څخه د کتاب د حجم د ډېروالي له امله، مخنیوی وشو او رانه وړل شو، خو د آریانا دایرة المعارف مرکز په آرشیف کې خوندي دي.
موخه
- د اسلامي او ملي اصیل فرهنګ او شرایطو په پام کې نیولو سره، د هېواد علمي او معلوماتي زېرمې وده، پرمختیا او پراختیا؛
- په بېلابېلو علمي برخو کې د مرجع آثارو تولید او خپرول؛
- د اسلامي او ملي روحیې په پام کې نیولو سره، د پوهې او ادب ترویجول او د ټولنې د علمي او ادبي معلوماتي کچې لوړاوی؛
- د اړتیا وړ دایرةالمعارفونو د تدوین او خپراوي له لارې له ټولنې سره د اغېزناکو اړیکو رامنځته کول؛
- د دغه مرکز له موخو سره سم د هېواد له پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو سره همکارۍ او د همغږۍ رامنځته کول؛
- د عصري فرهنګ په چاپېریال کې دایرةالمعارفي اړیکو ته پاملرنه او په دې برخه کې له نويو تکنالوژیو څخه ګټه اخیستنه؛
- راتلونکي ته په پام سره د دایرةالمعارفونو تدوین، چې له پخوانیو علمي زېرمو او څېړنو څخه د راتلونکي محورو دایرةالمعارفونو په تدوین کې ګټه واخیستل شي.
- د هېواد د کتاب بازار، د مرجع اثارو لکه دایره المعارفونو او قاموسونو اړتیا پوره کول.