د افغانستان اسلامي جمهوریت دویم معاونیت

د افغانستان اسلامي جمهوریت دویم معاونیت

 

د جمهوري ریاست د چارو اداره، هغه بنسټ دی چې په اداري لحاظ د جمهوري ریاست ټولې اړوندې ادارې له یو بل سره نښلوي.

له همدې امله د جمهوري ریاست د مرستیالانو دفترونه په مستقیم ډول د دې ادارې له بیلابیلو برخو سره نیږدې کاري اړیکې لري.

د جمهوري ریاست دویم معاونیت د جمهوري ریاست د ټولې مجموعې د یوې برخې په توګه د جمهوري ریاست د چارو له ادارې او د دې ادارې له بیلابیلو برخو سره په اداري، د احکامو او فرامینو، د مراجعینو د ټولنیزو، فرهنګي اوحقوقی اړتیاوو، د بیلابیلو ادارو د قوانینو او مقررو د تدوین او طی مراحل کولو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بیلابیلو پالیسیو په برخو کې اړیکه لري.

د جمهوري ریاست دویم معاونیت د ټول هیواد د بیلابیلو اقشارو اړتیاوو ته په بیلابیلو فرهنګي، ټولنیزو، اقتصادي او حقوقي برخو کې د ځواب ویلو مرجع ده او د هیواد وګړي په همدې موخه دویم معاونیت ته مراجعه کوي.

دویم معاوینت، د خلکو غوښتنې له بیلابیلو لارو لکه: د عریضو، له خلکو سره د لیدنو کتنو، د مشورتي بورډونو او یا هم د مقام د دفتر د ریاست له لارې تر لاسه او تر ارزونې او اداري طی مراحلو وروسته د جمهوري ریاست د چارو د ادارې ته لیږي، چې د یادې ادارې له لارې یې په اړه لازم اقدامات کیږي.

په همدې ډول، د حکومت د رهبرۍ په برخه کې د دویم معاونیت د فعالیتونو مهمه برخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کابینې د کمیټو او د جمهوري ریاست تر رهبرۍ لاندې د شوراګانو د فرعي کمېټو له لارې ترسره کیږي.

یادې کمېټې په دې ډول دي: عدلي او قضايي کمېټه، د قوانینو کمېټه، د خصوصي سکټور د خوندیتوب کمېټه، د عامه او دولتي ملکیتونو د غصب قضیو د همغږۍ او تعقیب کمېټه، د سواد زده کړې ملي کمېټه، د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه، د فرهنګي او د ټولنیزو خدمتونو کمېټه، د فرضي حج، عمرې او زیارتونو کمېټه، د احصائیې ملي کمېټه، د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي بېړنۍ کمېټه، د سټډرد عالي شورا، د ماشوم له حقونو د ملاتړ کمېسیون او د ځوانانو ملي پالیسۍ پر تطبیق د نظارت کمېسیون.

 

د جمهوري ریاست د دویم معاونیت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې ترمنځ په تېرو کلونو؛ په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت او دغه راز اوسني منتخب حکومت په دوره کې منسجمه او ارګانیکه همغږي موجوده ده او ټول کارونه په پوره تفاهم او ښه توګه ترسره کیږي.

د جمهوري ریاست د چارو اداره هم په ټولو اداري، مالي، مسلکي او نورو برخو کې د جمهوري ریاست د دویم معاونیت دفترونو او کارکوونکو ته په سم او سازماندهي شوې توګه اړینې اسانتیاوې برابروي، ترڅو د خلکو غوښتنو ته په مناسب ډول ځواب وویل شي او هم د وزارتونو او نورو ادارو چارې په سم ډول ترسره شي.

 

د ویب پاڼې لینک:

 

د ویب سایټ لینک