د اسلامي امارت د کابینې نولسمه غونډه دائره شوه

د اسلامي امارت د کابینې نولسمه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د د ریاسة الوزراء د مرستیالانو او سرپرستو وزیرانو په ګډون دائره شوه.
غونډه د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې رئیس الوزراء څو افتتاحیه خبرې وکړې او بیا د اجنډا له مخې په موضوعاتو بحث پيل شو.
کابینې د دیني مدارسو د فارغینو د اسنادو د ارزیابي او رتبو د تثبیت په اړه د ټاکل شوي هیئت لخوا چمتو شوې طرحه تصویب کړه. دغه راز د دعوت او ارشاد ریاستونو تشکیل منظور او همدې ریاستونو ته د تیار شوي نصاب د کتنې لپاره د علومو اکاډمۍ د لوی رئیس شیخ فرید الدین محمود په مشرۍ لوړ رتبه هیئت وټاکل شو.
په غونډه کې د خرڅلاو لپاره داوطلبۍ ته د CNG ګاز وړاندې کولو په اړه د معادن او پیټرولیم وزارت غوښتنه تصویب شوه او اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې تر څو د بهرنیو شرکتونو لخوا د پانګونې د قراردادونو څرنګوالی او شرائط په هر اړخیز ډول وڅیړي او خپل نظر دې د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.
د کابینې مجلس له ازبکستانه پاکستان ته د خط آهن د پروژې د مسیر او ځمکنۍ سروې په اړه هم بحث او پریکړه وکړه، تر څو په نږدې راتلونکې کې په دې پروژه عملي کار پیل شي. د کابینې مجلس د کورنیو چارو وزارت لخوا د پولیسو لپاره انتخاب شوی یونیفورم له معمولي تغیر سره تصویب کړ. دغه راز د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه، تر څو پر دولتي ادارو د بریښنا شرکت، افغان پُست، افغان ټیلکام او نورو شرکتونو د قرضو موضوع وڅیړي او د حل لاره د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.
د کابینې په غونډه کې په نورو اقتصادي او اجتماعي مسائلو هم بحث او پریکړې وشوې، غونډه په دعاء سره پای ته ورسیده.