د اسلامي امارت د کابینې غونډه دائره شوه

د اسلامي امارت د کابینې غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ او د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د مسؤلینو په ګډون دائره شوه.
غونډه د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د بیلابیلو موضوعاتو په اړه بحث او پریکړې وشوې. د کابینې مجلس د اجنډا یوه مهمه موضوع د بودیجوي کال ټاکل او د مالیې وزارت لخوا د ضمیمه بودیجې د طرحې ارزول و. د کابینې د پریکړې په اساس د هجري شمسي کال له جدي میاشت څخه د بودیجوي کال پیلیدل لغو او د لومړۍ میاشتې (حمل)له لومړۍ نیټې څخه د نوي بودیجوي کال پیلیدل تصویب دي. کابینې د روان ۱۴۰۰ هجري شمسي کال د پاتې درې میاشتو ( جدي، دلو، حوت) لپاره د مالیې وزارت لخوا چمتو شوې د ضمیمه بودیجې طرحه پرته له کوم تغیر او تبدیل څخه تصویب کړه. د یادونې وړ ده چې وروسته له څو لسیزو دا لومړی ځل دی چې د هیواد بودیجه پرته له بهرنیو مرسته د داخلي امکاناتو په اساس جوړیږي.
کابینې پریکړه وکړه چې هیواد ته د بې کیفیته تیلو، ګاز، کود او نورو غیر معیاري موادو راواردول په مطلق ډول ممنوع دي. که له دې وروسته هر چا غیر معیاري مواد افغانستان ته راوارد کړل، له سخت چلند سره به مخامخ شي. په تجارتي بندرونو کې د تیلو د ټانکرو د تجمع او بې کیفیته موادو راواردولو د ستونزې د ښې څیړنې او حل لپاره لوړرتبه هیئت ته دنده وسپارل شوه چې تجارتي بندرونو ته سفر وکړي.
د کابینې مجلس ته د تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون کاري راپور او ځینو اداراتو په اړه شوې پریکړې وړاندې شوې، چې له معمولي تغیر وروسته د مجلس لخوا تصویب شوې.
د کابینې په مجلس کې په نورو موضوعاتو هم بحث او پریکړې وشوې او غونډه د هیواد او ولس د ښیرازۍ په دعاء سره پای ته ورسیده.
۷/۶/۱۴۴۳ هـ ق
۲۰/۱۰/۱۴۰۰ هـ ش