د اسلامي امارت د کابینې غونډه ترسره شوه

د اسلامي امارت د کابینې غونډه د ریاسة الوزراء د مرستیالانو، وزیرانو او عمومي رئیسانو په ګډون دائره شوه.
په غونډه کې د ملي تدارکاتو کمیسیون د فعالیت په اړه د وزیرانو شورا د اداري هیئت طرحه تائید او په تعمیل یې ټینګار وشو. دغه راز پریکړه وشوه چې د محافظت عامه تصدۍ دي د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت تره سره کوي، د وزارتونو، ریاستونو، همدا راز ملي تأسسیاتو او په ولایتونو کې د حکومتي ادارو ساتنه دي د همدې ادارې لخوا ترسره کیږي.
د لویو زیربنایي پروژو د کار د دوام په اړه له بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د شاه وعروس بند د چارو د تکمیل لپاره دې عاجل اقدامات وکړي، تر څو یې پاته کارونه ترسره او د ابیارۍ او انرژۍ د تولید په برخه کې د استفادې وړ وګرځي.
د عدلیې وزارت د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ لوړ رتبه هیئت ته دنده وسپارل شوه تر څو د دار الافتاء ګانو د جواز د ورکړي قوانین او لوائح په دقیق ډول وڅیړي او د کابینې مجلس ته یې راپور وړاندي کړي.
د کابینې په غونډه کې د یو شمیر حکومتي ادارو لکه د اراضي او املاکو ریاست، د سیمه ییزو اورګانونو مستقله اداره او د کوچیانو لوی ریاست د سرنوشت په اړه هم بحث او پریکړې وشوې، دغه راز د شرکتونو د ستونزو د څيړنې لپاره ټاکل شوي هیئت باندې غږ وشو تر څو خپله څیړنه چټکه کړي تر څو یې په اړه لازم تصمیم ونیول شي.
د کابینې په غونډه کې د هیواد او ولس اړوند نورو مسائلو باندې هم بحث او پریکړې وشوې، غونډه په دعاء سره پای ته ورسیده.
۳/۵/۱۴۲۳ هـ ق
۱۶/۹/ ۱۴۰۰ هـ ش