محترم مولوي عبدالسلام حنفي او د اوزبیکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي د دواړو هیوادونو د مناسباتو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو پراختیا، د افغانستان او اوزبیکستان ریل پټلۍ پروژې، د برېښنا واردولو قرارداد تمدید او د دواړو هیوادونو ترمنځ د الوتنو پیل په اړه بحث او خبرې وشوې.
عصمت الله ایرګاشیف ډېر ژر افغانستان ته د اوزبیکستان د چارټر الوتنو د پیل خبر ورکړ وې ویل، حکومت یې د افغانستان اسلامي امارت د لا زیات ملاتړ هڅه کوي.
هغه زیاته کړه، موږ تل په بین المللي غونډو کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه کړې او د افغانانانو ترڅنګ درېږو.
عصمت الله ایرګاشیف وړاندیز وکړ چې اوزبیکستان تیار دی د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پیاوړتیا د بحث لپاره د دواړو هیوادونو د سوداګرو او پانګه والو په ګډون په ترمذ کې د یوې غونډې کوربه توب وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اوزبیکستان د افغانستان نږدې دوست او ملګری دی او موږ له ټولو ګاونډیو په ځانګړي ډول اوزبیکستان سره د مناسباتو د پراختیا غوښتونکي یوو.
نوموړي څرګنده کړه، سوداګرو او پانګه والو ته ټول لازم شرایط او اسانتیاوې برابرې شوې دي او موږ په مختلفو برخو کې د ټولنیزو خدمتونو د پراختیا ملاتړ کوو.
مولوي حنفي وویل، د افغانستان له خاورې به هېڅ هیواد ته ګواښ پېښ نشي او موږ د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د دوستانه او ښو همکاریو پالیسي تعقیبوو او د دواړو هیوادونو د ګډو علمي او فرهنګي شخصیتونو د ارامځایونو د بیارغاونې او د ازوبیکي ژبې د ودې په برخه کې د اوزبیکستان د هڅو ملاتړ کوو.
د کام ایر شرکت رئیس محترم زمري کامګار هم چې په دې غونډه کې حضور درلود راتلونکې اونۍ د کابل ـ تاشکند او تاشکند ـ کابل ترمنځ د کام ایر شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړ.