د اسلامي امارت د کابینې غونډه دائره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اونیزه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند تر مشرۍ لاندې دائره شوه.
په غونډه کې د ملي تدارکاتو کمیسیون، دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون د فعالیت او تشکیلاتو په اړه بحث وشو. دغه راز د ممنوعه قاچاقي مالونو او په جنایي جرمونو کې د نیول شویو وسائطو د برخلیک معلومولو او څیړنې لپاره لوړ رتبه هیئت وټاکل شو.
د ښاریانو د سهولت او د لارو د خلاصون په هدف پریکړه وشوه چې له عامو سرکونو څخه دي بې ضرورته موانع لیري شي او په هغو ځایونو کې چې لا هم اړتیا ورته لیدل کیږي د اوس لپاره دې همدغه سیمټي دیوالونه له عامو لارو د ودانیو دیوالونو ته نږدې کړل شي. د ښار په عمومي واټونو د لاسپلورونکو او ښاري ټکسي چلوونکو لخوا چې په تګ راتګ کې کومې ستونزې رامنځته شوې، د حل لپاره یې کابل ښاروالي ته دنده وسپارل شوه چې دغه ستونزه په داسې ډول حل کړي چې لاسپلورونکي او ټکسي چلوونکي هم متضرر نه شي.
په غونډه کې دغه راز د ځمکني ترانسپورتي خدماتو د تنظیم، د بې اسناده موټرو ستونزه، په ولایاتو کې د امنیه قومندانیو د فعالیت او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه هم تفصیلي بحث او پریکړې وشوې، چې په تعمیل سره به یې د عامه نظم او د هیوادوالو د سوکالۍ په برخه کې د پام وړ پایلې ترلاسه شي.
۲۳/۴/۱۴۴۳ هـ ق
۸/۹/۱۴۰۰ هـ ش