د رياست الوزرا مرستيال ملاعبدالغني برادر د افغانستان لپاره د اوزبیکستان د جمهوررئیس استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر نن ماسپښین د افغانستان لپاره د اوزبیکستان جمهوررئیس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی عصمت الله ایرګاشیف وویل: موږ د اسلامي امارت د ملاتړ او د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.
هغه دېته په اشارې چې اوزبیکستان به تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي او پخپلې دوستۍ او ورورولۍ کې رښتینی دی زیاته کړه: موږ اروپایي هیوادونو ته وړاندیز وکړ تیار یوو چې ترمذ ښار له افغانستان سره د بشري مرستو په مرکز بدل کړو.
ملا عبدالغني برادر وویل، د افغانانو د شتمنیو په ځانګړي ډول روغتونونو او ټولنیزو خدمتونو ته د ځانګړو شویو پیسو کنګلول، له انصاف څخه لرې کار دی.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال وویل، موږ په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا لپاره ټول لازم شرایط برابر کړي او د دواړو هیوادونو اړوند مسوولین به په جلا غونډو کې په دې اړه لازمو هوکړو ته ورسېږي.
په دې کتنه کې د اوبو او برېښنا، اقتصاد او د فوايد عامې وزارتونو سرپرستانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیټي او اقتصادي پروژو د عملي کولو په اړه د خپلو ادارو د فعالیتونو په تړاو لازم توضیحات ورکړل او د افغانستان په اړه یې د اوزبیکستان د اصولي او مثبت دریځ مننه وکړه.