د اسلامي امارت د ریاست الوزار سیاسي مرستیال افغانستان لپاره د ازبیکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف او مل پلاوي سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
د دغې کتنې په پیل کې افغانستان لپاره د اوزبیکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي د المان، بلجیم، روسیې او د نړۍ له یو شمېر نورو سفیرانو او استازو سره په خپلو کتنو کې د افغانستان دموجوده بشري وضعیت په اړه معلومات ورکړل وې ویل، افغانان په سخت حالت کې قرار لري او باید بشردوستانه مرستې ورسره وشي او د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده شي.
عصمت الله ایرګاشیف د ژمي په موسم کې د اوزبیکستان د وارداتي برېښنا د دوام ډاډ ورکړ وې ویل، ازبیکستان به له افغانستان سره خپلو همکاریو او دوستۍ ته دوام ورکړي؛ همداراز ازبیکستان د اسلامي امارت د مثبت اقداماتو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکوي او په دې برخه کې یې ملاتړ کوي.
افغانستان لپاره د اوزبیکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي د دې په بیانولو سره چې ازبیکستان له افغانستان سره دوستانه نږدې فرهنګي اړیکې لري او په راتلونکي کې به هم دغه اړیکې دوام ولري وویل، اسلامي امارت ته د ستونزو ایجادولو زیان یواځې افغان ولس ته رسېږي او اوزبیکستان غواړي په دې سختو شرایطو کې افغانان یواځې پرې نښودل شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د اوزبیکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، افغانستان او اوزبیکستان حسنه روابط لري او هیله لرو دغه ډول ناستې د دواړو هیوادونو د مناسباتو د لازیاتې پیاوړتیا لامل شي.
مولوي عبدالکبیر دېته په اشارې چې په دې وروستیو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده وویل، افغانستان اماده دی د سیمې د څلورلارې په توګه خپلو ګاونډیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او غواړي د اوزبکستان صادرات د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ورسېږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط برابر شوي دي او نړۍ باید خپلې بشري مرستې د اسلامي امارت په رسیمت پېژندنې پورې ونه تړي، نړۍ باید ټولې ستونزې د فشار پر ځای د بحث او خبرو له لارې حل کړي.