د اسلامي امارت د کابینې غونډه دائره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ دائره شوه.
غونډه چې د قران کریم په مبارکو آیتونو پیل شوه، په جریان کې یې د څو ادارو او هیئتونو کاري راپورونه واوریدل شول، دغه راز په مختلفو موضوعاتو باندې مفصل بحث او پریکړې وشوې.
د بندیانو او توقیف شویو اشخاصو وضعیت ته د پاملرنې لپاره ټولو اړوندو ادارو ته حکم وشو، چې بندیان له ټاکلي نیټې زیات بې سرنوشته ونه ساتي او دوسیې یې باید محاکمو ته راجع شي. دغه راز د هغوی اړتیاوې پوره او د حقوقو یې پوره رعایت وشي. د سترې محکمې په مشرۍ د داخله وزارت او استخباراتو د لوی ریاست له استازو څخه متشکل هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د ټولو حقوقي او جنایي بې سرنوشته بندیانو د دوسیو څیړنه وکړي او د شریعت په رڼاکې دې د هغوی د برخلیک معلومولو لپاره لازم اقدامات وکړي.
هغه شخصي کورونه او وسائط چې له پخوانیو چارواکو پاته دي، یا یې مالکان نه دي معلوم، د تثبیت او بیرته خپلو مالکانو ته د سپارلو لپاره یې د اداره امور د عملیاتي ادارې د مشر مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ هیئت وټاکل شو چې د داخله او دفاع وزارتونو، استخباراتو، ښاروالۍ او سمع شکایاتو استازي هم په کې ګډون لري. دوی به د دغو کورونو او وسائطو دقیقه څیړنه کوي او خپلو مالکانو ته به یې سپاري.
د ځنګلونو له وهلو د مخنیوي په برخه کې د ټاکل شوې هیئت نظر او طرحه تائید شوه او هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د عملي کار پیلولو لپاره اړوندو ولایاتو ته سفرونه وکړي او د ځنګلونو له وهلو مخنیوی وکړي. دغه راز د ځنګلونو او ونو وهلو لپاره د برقي ارو په استعمال مطلق بندیز ولګید او عاملین یې د مجازات وړ وبلل شول.
د کابینې په غونډه کې د اپټا قرارداد، د مدارسو د فارغینو د اسنادو ارزیابي او نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او مهمې پریکړې وشوې.