د وزیرانو شورا غونډه وکړه

د اسلامي امارت د وزیرانو شورا غونډه وکړه
د اسلامي امارت د وزیرانو شورا غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. په مجلس کې د هیواد په بیلابیلو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او اجتماعي مسائلو بحث او پریکړې وشوې. د دفاع، داخله او امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارتونو او د استخباراتو د لوی ریاست او کابل امنیه قومندانۍ څخه جوړ هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د ملي تجارانو او صرافانو شکایات وڅيړي او امنیت یې خوندي کړي. په مجلس کې د اسلامي امارت په دې موقف یو ځل بیا ټینګار وشو چې ټول حکومتي ادارات مکلف دي چې ملي تجارانو، صنعتکارانو، او پانګه والو ته لازمې آسانتياوې برابرې کړي، تر څو په ډاډمنه توګه د هېواد د ښېرازۍ، خود کفایي، او اقتصادي پرمختګ په لاره کې رغنده ګامونو واخلي، د دوی د پلانونو، پروګرامونو او پروژو په وړاندې خنډ او ځنډ ايجادول قانوني جرم دی.
د زراعت وزارت ته دنده وسپارل شوه تر څو د لرګیو د قطع کولو د مخنيوي او د سون توکو د کمښت له اړخه د خلکو مشکلاتو ته په کتو يوه طرحه جوړه کړی ترڅو ولاړ ځنګلونه خوندي پاتي شي او د وچو لرګیو انتقال او استعمال لپاره لاره برابره شي تر څو خلک د ژمي په موسم کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.
په غونډه کې فیصله وشوه چې ټول وزارتونو او مستقل ادارات دې د تیر حکومت خپل اړوند قوانین، فرامین او لوائح په دقت وارزوي او کومې برخې یې چې شرعي یا اداري مشکلات لري د بیا کتنې لپاره دې د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.
د استخباراتو لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د الله ګل مجاهد د نیولو او وهلو قضیه په دقیق ډول وڅيړي او له نیوونکو سره دې قانوني چلند وشي.
په مجلس کې دغه راز د ملي پارکونو د احیاء او پاللو، د پنجشیر ولایت د اجتماعي وضعیت او حکومتي ادارو د بهبود، د نوي بودیجوي کال لپاره د حکومتي تشکیلاتو په اصلاح او د مغصوبه ځمکو د بیرته راګرځولو لپاره د ځانګړې قطعې د جوړولو او ګڼو نورو مسائلو په اړه هم سلا مشورې او مهمې پریکړې وشوې.
مجلس د اسلامي امارت د بریا او هیواد د ښیرازۍ په دعا پای ته ورسید.