د فکري محور مدني بنسټ غړو د چارو ادارې لوی رئيس سره وکتل
د فکري محور غړو د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي سره د سولې روانو خبرو کې د ځوانانو او میرمنو د حقونو، د تېرو څو کالو لاسته راوړونو او جمهوري نظام د ساتلو په تړاو خپلې غوښتنې شریکې کړې.
په پېل کې د فکري محور غړو د دایمي سولې د تامین په موخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري د ترسره شوو اقداماتو د ستایلو ترڅنګ د سولې روان بهیر کې د ځوانانو او ښځو د رول د پياوړتیا غوښتنه وکړه.
د محور غړو وویل، سوله د هر افغان هیله ده، خو هغه سوله چې مشري او مالکیت يې د افغانانو په لاس کې وي. دغه محور دا مهال په یو شمیر ولایتونو کې د ځوانانو ترڅنګ له مشرانو او قومي مخورو سره د ملي ګټو او جمهوري نظام د ملاتړ په موخه حرکت پېل کړی دی.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د فکري محورغړو د بحثونو اوریدو ترڅنګ، د هېواد ځوان نسل د پرمختګ او ملاتړ په اړه د جلالتمآب جمهور رئیس لیدلوری بیان کړ.
ښاغلي فضلي وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې راتګ ته ژمن دی، خو هغه سوله چې د افغانستان د ټولو اتباع حقوق پکې خوندي او دایمي ثبات تضمین کړي.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل، د سولې پروسه کې د ځوانانو او میرمنو مشورې او غوښتنې حیاتي دي او د دولت رهبري په لویو پروسو کې د ځوانانو سهم ته لومړیتوب ورکوي.