د مرسته کوونکو هېوادونو له سفیرانو سره د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب لومړنۍ غونډه وشوه

د مرسته کوونکو هېوادونو له سفیرانو سره د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب لومړنۍ غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي او د مالیې وزارت سرپرست نن له غرمې وروسته د مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو له سفیرانو سره د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب د همغږۍ غونډه کې ګډون وکړ.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس په دغه غونډه کې وویل، د دې ناستې اصلي موخه په ټاکلي موده کې د جینوا کنفرانس د ژمنو د تطبیق څخه د مرسته کوونکو هېوادونو د ډاډ حصول دی. ښاغلي فضلي وویل، افغان حکومت د یو مشخص زماني جدول مطابق عمل کړی دی، چې د روان میلادي کال لومړۍ ربعه کې د دغو ژمنو تطبیق راپور به په نږدې ورځو کې له نړۍوالې ټولنې او رسنیو سره شریک شي.
دغه راز په غونډه کې له سفیرانو او د مرسته کوونکو بنسټونو استازو سره د جینوا کنفرانس د ژمنو تطبیق د تعقیب طرزالعمل سند، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې له لوري تایید شوی دی، شریک شو.