6 غویی 1399
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه سره ولیدل

دغه ناسته د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت پر بنسټ، عالي مقام ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یادښت له مخې د صنعتي پارکونو د برښنا ستونزو ته د رسېدنې په پار تنظیم شوې وه.
په دې ناسته کې د هېواد په کچه د صنعتي پارکونو د برېښنا پر ستونزو د خبرو په ترڅ کې تصمیم ونیول شو چې تر راتلونکو درې میاشتو به د کابل صنعتي پارکونو برېښنا له ۴۰- ۶۰ کیلو واټه زیاته شي.
د غه راز په ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزو ته د رسېدنې او حال لارې موندنې په موخه به د دواړو ادارو تخنیکي ډله د یوه پلان له مخې په منظم سیستم کار وکړي او دا ستونزې به هوارې کړي.