د کابینې غونډې د مصوبې د تعقیب په موخه غونډه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې د چارو د انسجام ریاست له لوري د ملي دفاع، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، لوړو زده کړو، پوهنې، ښځو چارو او عامې روغتیا وزارتونو، د ملي امنیت لوی ریاست، خوړو او درملو ملي ادارې او تخنیکي زده کړو ادارې د استازو په ګډون د دفاعي او امنیتي قطعاتو، روزنتونونو، لیلیو او نورو برخو د خوراکي مینو د ترتیب په اړه د کابینې د ۱۳۹۹ کال غونډې د ۳۵ شمیرې پرېکړې د تعقیب په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
د جمهوري ریاست د چارو اداې د کابینې د چارو انسجام رئیس وحید حلیم یار د ۱۳۹۹ کال د ۳۵ مصوبې د پرېکړې په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل، د دغې پرېکړې اصلي موخه د سالم خوړو چمتو کول او توزیع ده. دغه راز د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو د دې مصوبې تطبیق په اړه خپل لیدلوري، نظرونه او ستونزې شریکې کړې.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې ټولې ادارې ژر تر ژره خپله غذایي مینو له عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړي څو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ملي ادارې سره په همغږۍ خپله تخصصي مشوره وړاندې کړي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت مکلف شو، چې دولتي ادارو او وزارتونود سالمې غذایي مینو د ترتیب په موخه روزنیز پروګرامونه ترسره کړي.