د ځوانانو عالي شورا لومړنۍ غونډه وشوه

د ځوانانو د عالي شورا لومړنۍ غونډه د جلالتماب جمهور رئیس او د دغې شورا د غړو په حضور کې، د جمهوري ریاست په چهار چينار ماڼۍ کې وشوه.
د غونډې په پيل کې جلالتماب جمهور رئیس د ځوانانو عالي شورا د لومړنۍ غونډې د مبارکۍ تر څنګ وويل: د دغې عالي شورا جوړيدل بايد د يوه تاريخي ګام په توګه ثبت شي.
جلالتماب جمهور رئیس دغه راز وويل، چې د هېواد د ۴۲ کلنې جګړې دليل په وړو هويتونو د ځوان نسل وېشل و، زموږ اساسي موخه ملت جوړونه ده، څو د هېواد د ټولو ژبو ويونکي ځانونه خوندي وګڼي.
د هېواد جمهور رئیس دغه شورا د ملي خبرو يو بنسټ وباله او زياته يې کړه، چې شورا بايد مشخصه اجنډا ولري، پينځه مشخص موضوعات انتخاب او پرې بحثونه او د نظرونو تبادله وکړي.
د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت، لوړو زده کړو وزارت او اترا ادارې تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو.