د چارو ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر سره د سولې روان بهير په اړه خبرې وکړې


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر ښاغلي انډريس وان برنت سره د هېواد د سولې بهير په اړه خبرې وکړې.
دغه ليدنه کې دواړو لوريو افغانستان کې د اروپايي ټولنې د همکاريو او د سولې روان بهير کې د یادې ټولنې د نقش په اړه نظرونه شريک کړل.