د نوي کابل ښار د پراختيايي، ساختماني او جوړولو چارو د بيا پېل په موخه غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې، د جمهوري ریاست د ملي پراختيا شرکت عملياتي او ملاتړې ادارې، ملي تدارکاتو ادارې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت استازو په ګډون د نوي کابل ښار د پروژې د انکشاف، پراختيايي او جوړولو چارو د بيا پېل په موخه غونډه وشوه.
د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې تخنيکي مرستيال د نوي کابل ښار پروژې د پېل او کاري بهير اړوند برنامو، پرمختګونو او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د وخت د لومړي معاونيت د ۱۳۸۴/۱/۳ نېټې د ۱۳مه ګڼه حکم، چې د پروژې سيمه کې يې د ځمکو پېر او پلور منع کړی و، د لغوه کيدو غوښتنه وکړه.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه، چې د وخت د لومړي معاونيت د ۱۳۸۴/۱/۳ نېټې د ۱۳مه ګڼه حکم، چې د پروژې سيمه کې يې د ځمکو پېر او پلور منع کړی و او د ځمکو د شرعي وثيقه خط د پړاوونو دطی کولو په اړه د سترې محکمې او محاکمو د صادره هدايت چې ضمانت يې د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې سره ايښودل کيږي، د پلازمېنې زون د پراختيا اداره يو وړانديز ترتيب او د چارو ادارې ته وسپاري.
دغه راز د چارو ادارې د عامه او خصوصي مشارکت سره د دې پروژې قراردادونه شريک شي، څو د قراردادونو مواد د قانون مطابق چمتو شي، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تاييد وروسته ځمکې تصفيه شي او د پانګې د جذب په موخه پکيج ياځانګړې کڅوړې د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا واحد سره شريک شي.