د مدني اعتراضونو د قانون په اړه د عامه پوهاوي په موخه له یو شمېر ګذر وکیلانو، ميرمنو او ځوانانو سره غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د کابل ښار د اتلسمې ناحې یو شمېر ګذر وکیلانو، مېرمنو او ځوانانو په ګډون د مدني اعتراضونو د قانون په تړاو د عامه پوهاوي غونډه وشوه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په ټولنه کې د ښځو، ځوانانو او د ګذر وکیلانو د اهمیت په اړه د جلالتمآب جمهور رئيس لیدلوری بیان کړ زیاته یې کړه، لاریونونه، اعتصابونه، سوله ییز حرکتونه او تحصن د هر افغان حق دی او دغه حق باید د مدني اعتراضونو قانون سره سم ترسره شي.
ښاغلي توتاخېل وویل، افغان حکومت د ملي مصلحت او ګټو لپاره هڅه کوي، چې د خلکو قانوني غوښتنو ته رسیده ګي وشي او د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن له منځه وړلو لامل شي.
دغه غونډه کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د مدني اعتراضونو د برخې کارپوهانو د پریزینټیشن په ترڅ کې د مدني اعتراضونو قانون وړاندې کړ.
له دې سره د ګذر وکیلانو، ښځو او ځوانانو د خبرو په مهال له نظام، قانون او حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، د حکومت او ولس ترمنځ د فاصلې له منځه وړلو لپاره یې د مدني اعتراضونو له قانون او د هېواد له نورو قوانینو پوهاوی مهم وباله.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه، چې له حکومت سره د ګذر وکیلانو، ځوانانو او میرمنو د ښه انسجام په موخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې سره دغه ډول ناستې ترسره شي.