د چارو ادارې په کوربه توب د نظامي او ملکي شهيدانو له وارثینو سره د جلالتماب جمهور رئیس په حضور کې ملي بحث تر سره شو
د جلالتماب جمهور رئیس په لارښوونه د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوري د جمهوري ریاست په سلام خانې ماڼۍ کې د نظامي او ملکي شهيدانو له وارثینو سره ملي بحث تر سره او پايلې يې د جلالتماب جمهور رئیس او چارو ادارې لوی رئیس په حضور کې اعلان شوې.
په دې بحث کې د هېواد د شاوخوا اتو سوو نظامي او ملکي شهيدانو د کورنيو وارثانو، چې مېرمنې، ځوانان او نور وارثان پکې شامل وو، په دولس کاري کميټو کې د سولې، دولت او بازار جوړونې په اړه بحث وکړ.
وروسته د ګروپونو استازو د خپلو بحثونو پايلې، ستونزې او وړانديزونه له جلالتماب جمهور رئیس سره شريک او د دايمي سولې، د شهيدانو وارثانو ته د پاملرنې، د جمهوريت نظام د دفاع او ساتنې، دولت جوړونې، د اوبو او عوايدو مديريت، بازار جوړونې او د ټاکنو له لارې د واک لېږدولو غوښتونکي شول. دوی دغه راز، د سولې په اړه د دولت د پريکړو او پروګرامونو ملاتړ اعلان کړ.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د هېواد د نظامي او ملکي شهيدانو د وارثانو د نظرونو په قدردانۍ سره وويل، چې د دوی نظرونه ټول شموله، ملي، غير انفرادي او د راتلونکي پر محور را څرخي.
د هېواد جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د چارو ادارې له رهبرۍ څخه د دغه پروګرام د تر سره کولو له کبله په مننې سره وویل، چې موږ ستاسې د بچيانو د قربانيو په پايله کې دلته حضور لرو.
جلالتماب جمهور رئیس د يادو بحثونو د محورونو په اړه د خپلو ليدلورو د بيانولو په ترڅ کې وويل: د چارو ادارې لوی رئیس دې د اړوندو ادارو په همکارۍ د هېواد د نظامي او ملکي شهيدانو د تعليم لرونکو کادرونو وارثانو د جذب په موخه د عمل پلان چمتو کړي څو د کابينې غونډې ته د بحث لپاره وړاندې او د تاييد وړ وګرځي.
هغه د شهيدانو وارثانو سره ژمنه وکړه، چې د ۱۴۰۰ کال په لومړيو ورځو کې به د هېواد په يوولسو ولايتونو کې د ځمکې لس زره نومرې ورته ووېشل شي.
جلالتماب جمهور رئیس د خپلو خبرو په دوام وويل، چې دولت او ملت ستاسې منندوی دی، تاسې حق لرئ، چې په هر ډول کيدونکې سوله کې مو حق خوندي وي.