2 غویی 1399
د افغانستان د ملي صندوق جوړولو ناسته تر سره شوه
د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت پر بنسټ د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکتر فضل محمود فضلي، د اطلاعات او فرهنګ وزیرې اغلې حسینه ساپۍ، د ملي تدارکاتو رییس ښاغلي الهام عمر هوتکي، د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رییس ښاغلي محمد اسماعیل میاخېل او د نوښت په چارو کې دجمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار سمیع حامد په ګډون د چارو ادارې لوی ریاست کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان ملي صندوق په اړه تر خبرو اترو وروسته د دې صندوق ابتدایي مسوده ترتیب شوه.