د ازموينو د ملي ادارې د ستونزو د حل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د ازموينو د ملي ادارې د ستونزو د حل په اړه د همغږۍ غونډه د ښار جوړونې او ځمکو، کورنيو چارو، ملي دفاع، لوړو زده کړو، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو، د ازموينو ملي ادارې، سيمه ييزو ارګانونو او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون د استازو په ګډون وشوه.
په دې غونډه کې د ازموينو ملي ادارې د دايمي ودانۍ، د ازموينو د توکيو او ازموينه اخيستونکو د همکارانو د لېږدونکي ترانسپورت د نشتوالي، د ملي دفاع وزارت له لوري د توکیو او ازموينه اخيستونکو نه لېږدول، پر خپل وخت د لوړو زده کړو وزارت له لوري د جذب ظرفيت او اړوندو څانګو د کوډ نه مشخصيدل او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون په وسيله د ازموينو ملي ادارې د پينځمو او شپږمو بستونو د ازموينو اخيستل بحث او د نظرونو تبادله پرې وشوه.
د غونډې په پای کې پريکړه وشوه، چې د ازموينو ملي اداره خپلې اړتياوې او د دايمي ودانۍ په اړه طرحه به د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سره شريکوي.
دغه راز، د ترانسپورتي ستونزې حل ته به يې د کال د منځ بوديجې په تعديل کې ځای ورکړل شي.
د دې تر څنګ د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دفاع او امنیت ریاست ته دنده ورکړل شوه، چې له ملي دفاع وزارت سره د ازموينو ملي ادارې د توکیو او همکارانو د لېږد په اړه همغږي وکړي.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مؤظف شو، چې پر خپل وخت د محصلينو د جذب ظرفيت او د اړوندو څانګو کوډ د ازموينو ملي ادارې ته وسپاري.
د دې ترڅنګ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون به د ازموينو له ملي ادارې سره د پينځمو او شپږمو بستونو د ازموينو په اړه هوکړه ليک لاسليک کړي.