دFortescue شرکت په تړاو د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې د تحقق په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


دFortescue شرکت په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې د تحقق د ګړندیتوب په موخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې اړوند د پانګونې د اسانتیا واحد له لوري، د ښارجوړونې او ځمکو، معادن او پټرولیم، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او چاپېریال ساتنې، د اوبو تنظیم، د انرژۍ د خدماتو د تنظیم ادارو او Fortescue شرکت د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې، د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب او د اړوندو ادارو او وزارتونو استازو Fortescue شرکت ته د کارکوونکو د وړتیا لوړولو، د اړتیا وړ پروژو د استملاک ځمکو او سیمو د سنجش، د چارو د پيل اړوندو تقنیني اسنادو او چاپېریالي اغېزو د مطالعې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
دFortescue شرکت استازي وویل، چې د پانګونې برخې په نښه شوي او په ګډه کار باید وکړو. دغه راز ترسره شوي مطالعات بشپړ نه دي، چې اوس زموږ تخنیکي ټیمونه یې د بشپړولو لپاره خپل مطالعات کوي.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د Fortescue شرکت د پانګونې لپاره د اړتیا وړ ټول اسناد او معلومات اړوند شرکت ته وسپارل شي. دغه راز، یاد شوی شرکت به هم خپل ټول پروګرامونه او پلانونه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد سره شریکوي.