د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو او جنیوا کنفرانس د ژمنو د عملي کولو څرنګوالي په موخه غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي او د اقتصاد وزارت رهبرۍ په ګډون د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو، د کابینې او د جمهوري ریاست عالي شوراګانو د مصوبواو د جنیوا کنفرانس د ژمنو تطبیق د تعقیب او چارو ادارې او اقتصاد وزارت ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا په موخه د اقتصاد وزارت کې غونډه وشوه.
د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي، د وزارت د لاسته راوړنو، د سټراټیژیک او پایداره پراختیا پلان او برنامو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ، د تشکیلاتي جوړښت، د تخنیکي کارکوونکو د توازن نشتوالي او وظیفوي تداخل په تړاو خبرې وکړې.
دغه راز نوموړې د اقتصاد وزارت فعالیتونوته بیا کتنه، د تشکیلاتي جوړښت تغییر، د جنیوا کنفرانس ژمنو عملي کیدو کې د اقتصاد وزارت د رول پياوړتیا لپاره د جمهوري ریاست د چارو ادارې سره د تخنیکي غونډو او همغږۍ رامنځ ته کول د شته ستونزو د حل لارې وبللې.
ډاکټر فضل محمود فضلي، د اقتصاد وزارت له هڅو ستاینه وکړه، د هېواد اقتصادي سکتوراو متوازنې پراختیا په اړه یې د جلالتمآب جمهور رئیس لید لوری بیان کړ، دغه راز ټینګار یې وکړ چې د اقتصاد وزارت او چارو ادارې ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه تخنیکي او تفصیلي غونډې او ورکشاپونه ترسره کړي.
د چارو ادارې رئیس وویل، د 1400 کال په لومړیو درېو میاشتو کې باید د اقتصاد وزارت او نورو دولتي ادارو سیستمونه او کاري پروسې ډیجیټل شي، څو انډولیز انکشاف او روڼتیا رامنځ ته او د جنیوا کنفرانس ژمنې په هر اړخیز ډول عملي شي.
نوموړي د اقتصاد وزارت له مشرتابه وغوښتل، څو د جمهوري ریاست د چارو ادارې له حقوقي واحد سره د انجوګانو د قانون مسوده وروستۍ کړي او دغه راز یې د عامه شتمنیو د مدیریت او د منابعو د غیرې معقول وېش په مخنیوي ټینګار وکړ.
ډاکټر فضلي د اقتصاد وزارت رهبرۍ ته وویل، چې له چارو ادارې لوی ریاست سره د یاد وزارت د مهمو موضوعګانو لیست شریک کړي، څو د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینه کې په هغه بحث وشي او دغه زار ژمنه یې وکړه، چې له هغو اصلاحي پروګرامونو هر اړخیز ملاتړ کیږي، چې د افغانستان د حکومت د ژمنو د تطبیق سبب کیږي.