31 وری 1399
د شهیدانو د وارثینو او معلولینو چارو ته پر وخت د رسېدنې په اړه دشهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس لیدنه

د شهیدانو د وارثینو او معلولینو چارو ته پر وخت د رسېدنې په اړه دشهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس لیدنه
دجمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي سره د چارو ادارې لوی ریاست کې وکتل.
په دې لیدنه کې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو چارو ته پر وخت او لازمې رسېدنې بحث او خبرې اترې وشوې.
د چارو ادارې لوی رییس د یاد وزارت اهدافو ته د رسېدو په موخه د دغه وزارت او چارو ادارې ترمنځ پر لا ډیرې همغږۍ ټینګار وکړ.