د ذهني تآخر لرونکو ماشومانو د حمایوي مرکزونو د جوړولو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت د تعقیب په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا، ښځو چارو او عدلیې وزارتونو، سرې میاشت او ملي تدارکاتو ادارو د استازو په ګډون د ذهني تآخر لرونکو ماشومانو د ملاتړ مرکزونو د جوړولو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت د تعقیب په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د چارو ادارې مرستیال د غونډې جوړیدو موخه له ذهنې ودې وروسته پاتې ماشومانو لپاره د اسانتیاوو برابرول او دغه برخه کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت تعقیب یاد کړ زیاته یې کړه، له ذهنې ودې وروسته پاتې ماشومانو لپاره د حمایوي مرکزونو جوړیدو برخه کې د جلالتمآب جمهوررئیس د هدایت په اساس په جوړه شوې طرحه بحثوه شوي، چې له اړوندو ادارو سره عملي شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت استازي د ذهني تاخر لرونکو ماشومانو لپاره د ملاتړ مرکزونو جوړیدو په تړاو چمتو شوې طرحه توضیح کړه ویې ویل، یاده شوې طرحه څو ځلې له مالیې وزارت سره شریکه شوې ده او د دې طرحې عملي کیدو لپاره د مالیې وزارت همکاري اساسي شرط دی.
ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت استازي د رواني نارغانو او د ذهني ودې ورسته پاتې ماشومانو درملنې لپاره د کافي بودجې نه موجودیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت عملي کیدو په برخه کې یې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
د سرې میاشتې سکرتر جنرال د ذهني تاخر لرونکو کسانو لپاره د جلالتمآب جمهوررئیس له ځانګړې پاملرنې د ستایلو ترڅنګ ژمنه یې وکړه، چې سرې میاشت اداره چمتو ده، څو له ذهنې ودې وروسته پاتې ماشومانو لپاره د حمایوي مرکزونو جوړلو طرحې د یو کال مالي لګښت ورکړي.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه، چې د ذهني تآخر لرونکو ماشومانو لپاره د حمایوي مرکز جوړیدو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت انګړ کې ځانګړې شوې ودانۍ ترمیم شي او د عدلیې او ښځو چارو وزارتونو او د چارو ادارې له لوري ګډه کمېټه جوړه شي، ذکر شوې طرحه نهایي کړي او د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته یې وسپاري.