د هېواد د ټرانسپورټ د انسجام شورا شکایتونو ته د رسیدو په موخه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د ټرانسپورټ، مالیې، فواید عامې او کورنیو چارو وزارتونو، د ټرافیکو عمومي ریاست او د ټرانسپورټي شرکتونو د استازو په ګډون د افغانستان د ټرانسپورټ د انسجام او همغږۍ شورا شکایتونو ته د رسیدنې په موخه غونډه وشوه.
د چارو ادارې مرستیال په دغه ناسته کې د ټرانسپورټ د انسجام او همغږۍ شورا د مشرتابه ستونزو او وړاندیزونو د اوریدو ترڅنګ ، د محصول او عوایدو را ټولولو نظارت کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ ټینګار وکړ.
د وزارتونو، ادارو او د ټرانسپورټ انسجام او همغږۍ شورا استازو د خبرو په مهال د افغانستان د ټرانسپورټ سکتور کې خپلې طرحې، وړاندیزونه او ستونزو شریکې کړې.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د عوایدو د ښه جمع کیدو، د مالیاتو له فرار مخنیوي او د طرزالعملونو او قوانینونو له تطبیق د څارنې لپاره اړونده وزارتونه او ادارې د همغږۍ د پرله پسې غونډو جوړولو ترڅنګ، راتلونکې غونډې ته د اړوندو اسنادو ضمیمه او ګډه طرحه وړاندې کړي، چې له کره مطالعې وروسته د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې شي.