30 وری 1399
د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت سرپرست سره د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریس لیدنه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ سرپرست محمد فهیم هاشمي سره ولیدل. په دې لیدنه کې د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت او د چارو ادارې لوی ریاست ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي او د حکومت د اداري پروسو پر برېښنايي کولو خبرې اترې وشوې.