له نظام او ملي پروسو د دیني عالمانو د ملاتړ د انسجام په موخه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال او د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال په ګډون د دیني علماو د ستونزو اوریدو او انسجام غونډه جوړه شوه.
په پېل کې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب ټولنه کې د دیني عالمانو رغنده نقش په اړه خبرې وکړې او د هېواد ملي پرسو کې یې د علماوو د ملاتړ ټینګار وکړ.
دغه راز د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي عارف ملکیار وویل، افغانستان د سیمې هېوادونو په کچه ستر دیني عالمان لري، چې د افغانستان اسلامي جمهویت او د سولې بهیر ملاتړ برخه کې همغږي شوي خو، دغه برخه کې ډیر نور کار ته اړتیا ده.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال محمد طارق عثمان وویل، د دغه وزارت اوسنۍ رهبرۍ د هېواد په کچه د علماو د ستونزو د حل او انسجام هڅې پېل کړي دي.
نوموړي وویل: د افغانستان دیني علماو، د مساجدو خطیبانو او امامانو له اوسني مشروع نظام خپل ملاتړ اعلان کړی او نږدې وخت کې به دوی د الازهر او اندونیریا د دیني عالمانو سره په افغانستان کې د جګړې د عدم مشروعیت په تړاو دوه اړخیز بحثونه پیل کړي.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس ډاډ ورکړ چې، د چارو اداره به د جمهوري ریاست عالي مقام ته د علماو د ستونزو او وړاندیزونو شریکولو کې هر اړخیره همکاري وکړي.