د نوروز لرغوني جشن جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د لیکوالانو شورا او د علومو اکاډمۍ استازو په ګډون کې د نوي کال د لومړۍورځ لمانځلو په مناسبب د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال شیوا شرق د نوروز جشن د ترسره کیدو برخه کې د دغه وزارت چمتوالي په اړه وویل: " وزارت د نوروز لرغونې میلې په تړاو طرحه چمتو کړې چې په اساس به یې د نوروز تمدن د سیمې د چارواکو په حضور کې 100 ملي او نړۍوالې برنامې ترسره شي. "
نوموړي زیاته کړه، چې د دې طرحې لمخې د هېواد په کچه 20 نړۍوالې او 80 ملي برنامې جوړې شي، چې د هفت میوې دسترخوان،کنسرت، سمنک جشن، بزکشي او نور پروګرامونه په کې شامل دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال د چارو ادارې له فرهنګي ریاست وغوښتل چې د دغه وزارت د طرحې د پروسې چټکتیا او تطبیق برخو کې همکاري وکړي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب د یاد شوي وزارت د طرحې هرکلي ترڅګ، د طرحو تطبیق برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.