هېواد ته د لوړ وزن موټرو د ورود مخنيوي په موخه د همغږۍغونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د بهرنیو اړيکو انسجام ریاست له لوري هېواد ته د لوړ ټناژ او بدون د روډ پاس موټرو د ورود مخنیوي په موخه غونډه وشوه.
په غونډه کې چې د مالیې، بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو استازو هم ګډون درلود، د چارو ادارې د بهرنیو اړیکو د انسجام رئیس اتل شمس هېواد ته د روډ پاس پرته د ایراني وسایطو د ورود او غیرې قانوني ترانسشیب عملیه په تړاو بحث وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت استازي وویل چې شته ستونزې یې په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفارت له لارې له ایراني لوري سره شریکې کړي دي.
دغه راز د مالیې وزارت استازي وویل، د لوړ وزن یا ناقانونه وزن لیږدونکو موټرو لپاره دغه وزارت د هېواد ګمرکونو کې ډیجیټلي ترازو نصب او فعالوي ترڅو، افغانستان ته د اضافه وزن موټرو د راتګ مخه ونیول شي.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه، چې د مالیې وزارت د ډیجیټلي تلو د نصب او فعالولو بهیر چټک کړي او د مالیې او بهرنیو چارو وزارتونه د افغانستان او ایران د ګډې اقتصادي کمېټې په راتلونکې غونډه کې د ذکر شوو معضلاتو په اړه بحث وکړي.
دغه راز د شته ستونزو د تعقیب لپاره له کورنیو چارو او فواید عامې وزارتونو، امنیت شورا او ټرافیکو ریاست سره ناسته وشي.