د پخوانيو واليانو د مشورتي بورد جوړيدو په اړه د کابينې د پرېکړې د تطبيق غونډه وشوه


د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې اداره کې د پخوانيو واليانو له تجربو د ګټې اخيستلو د مشورتي بورد جوړيدو په اړه د کابينې د پرېکړې عملي کيدو په موخه غونډه وشوه.
دا غونډه د جمهوري رياست د عالي شوراګانو د انسجام چارو رياست له لوري د سيمه ييزو ارګانونو او ماليې وزارت د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
په پېل کې د جمهوري رياست د عالي شوراګانو د انسجام رئيس شاپور ژمن د پخوانيو واليانو د مشورتي بورد جوړيدو په اړه د جلالتمآب جمهوررئيس د هدايت، د بورد تشکيلاتو، مالي امکاناتو او اړتياو په تړاو خبرې وکړې.
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې استازو د بورد غړو لپاره د ماليې وزارت څخه د بودجې وړانديزونه شريک کړل.
پرېکړه داشوه، چې د سيمه ييزو ارګانونو اداره دې د بورد د اداري چارو لپاره وړانديز شوی تشکيل را کم کړي، له موجودو بشري منابعو ګټه واخلي يا دې د اداري اصلاحاتو سره نوی تشکيل رامنځته کړي.
دغه راز د مشورتي بورد غړو او کارکوونکو لپاره لنډ مهاله مالي امکانات د سیمه ییز ارګانونو ادارې له داخلي بودجې تامين شي او راتلونکو کلونو کې به ماليې وزارت د مشورتي بورد لګښتونو لپاره اضافي بودجه تخصيص کړي.