د سیاسي ګوندونو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د یو شمیر سیاسي ګوندونو له استازو سره د نظام او ملي پروسو ملاتړ کې د سیاسي ګوندونو د رول د پیاوړتیا په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب په ملي پروسو کې د سیاسي احزابو د ونډې په تړاو ټینګار وکړ ویې ویل، اوسني وضعیت کې اړتیا ده ده چې سیاسي ګوندونه او ډلې په خپلو کې منسجم او د نظام ملاتړ او وروستیو کلونو لاسته راوړنو دفاع برخه کې خپل نظرونه شریک کړي.
غونډه کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازو د سولې او ټاکنو بهیر په شمول ملي پروسو کې د دوی د حضور څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ د انسجام او همغږۍ لپاره یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
دوی وویل د فعلي نظام او تېرو شل کلونو لاسته راوړنو ملاتړ لپاره مالي او ځاني قربانۍ ته چمتو دي او له هغه نظام چې د افغانانو د قربانیو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ په پایله کې جوړ شوی دفاع کوي.
دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې سیاسي ګوندونه د ګډو فعالیتونو د انسجام او واحد چتر جوړیدو په موخه خپلې طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړي.