د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام مرستیال

د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام مرستیال

دوکتور عبدالکریم توتاخیل د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام مرستیال په توګه د دې ادارې کارمندانو سما ور و پېژندل شو.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظوري، پوهنمل دوکتور عبدالکریم توتاخیل په مافوق بست او علمي کادر د حقوقو په حفظ سره  د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال په توګه وګمارل شو.

دوکتور توتاخیل نن تر ماسپښین وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دې ادارې کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

دوکتور عبدالکریم توتاخیل د کابل پوهنتون استاد او د فرانسې هېواد کې یې دوکتورا په کچه لوړې زده کړې کړي، چې تر دې د مخه یې د پکتیا پوهنتون د رئیس او د جمهوري ریاست د چارو ادارې د سلاکار په توګه دندې تر سره کړې دي.