د ښځو چارو وزارت د طرحو او ستونزو په اړه غونډه وشوه

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د ښځو چارو وزارت د طرحو د بحث او ستونزو د حل په اړه د وزارت د یو شمیر استازو په ګډون غونډه وشوه.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب وویل: د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې له مخې، په ټولو ملي بهیرونو کې باید د ښځینه قشر نظرونه شامل کړل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې جلالتماب جمهور رئیس د ښځو د دیاسپورا له وړتیاوو د ګټې اخیستو ملاتړ کوي، په بهرنیو هیوادونو کې میشتې متخصصې ښځې کولای شي، چې د ښځو د فعالیتونو او په ملي بهیرونو کې د دوی د ګډون د پياوړتیا لپاره خپل نظرونه شریک کړي.
د ښځو چارو وزارت مرستیالې له ښځینه وو څخه د ملاتړ په برخه کې د وزارت د فعالیتونو له یادونې سره وویل، چې د مهمو ملي پروګرامونو په ترسره کولو سره یې د ښځینه وو د مشارکت او په ملي پرمختیا کې د دوی د ګډون په تړاو طرحې وړاندې او نور اړین ګامونه اخیستي.
د دې په وینا، وزارت هوډ لري چې ښځینه باغونه د دوی د عامه پوهاوي، بازارونو او روزنیزو فعالیتونو په مرکزونو بدل کړي، څو له دې لارې د هیواد د ښځو د انسجام او ورڅخه د ملاتړ په برخه کې ګټه واخیستل شي.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې د ښځو چارو وزارت او چارو ادارې لوی ریاست یوه ګډه کمیټه به د ښځو چارو وزارت اړوندې طرحې وارزوي او په ملي بهیرونو کې د ښځو د ګډون د څرنګوالي او د مارچ د اتمې شانداره نمانځنې ته کار وکړي.