د هیواد د علماوو ستونزو او غوښتنو ته د رسیده ګۍ په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


د هیواد د علماوو ستونزو او غوښتنو ته د رسیده ګۍ په موخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د علماوو سراسري شورا، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت او د ارشاد حج او اوقافو وزارت د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
په پيل کې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس محبوب شاه محبوب د علماوو په اړه د جلالتماب جمهور رئیس لیدلوری بیان او وویل، چې د جلالتماب جمهور رئیس د واکمنۍ پر مهال علماوو، جوماتونو، مدرسو او نورو دیني بنسټونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
په غونډه کې یو شمیر علماوو غوښتنه وکړه، چې د جوماتونو د رسمي کیدو ترڅنګ دې د مدرسو ملاتړ او پراختیا ته پاملرنه زیاته، د علماوو په اړه دې د جلالتماب جمهور رئیس لارښوونې تعقیب او دغه راز د شهیدو علماوو کورنیو ته د اکرامیې د ورکړې ترڅنګ د علماوو او دیني بنسټونو امنیت ته پاملرنه وشي.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د هیواد علما دې د شهیدو علماوو کورنیو ته د اکرامیې د ورکړې په اړه یوه طرحه جوړه او د چارو ادارې ته واستوي.
دغه راز، د علماوو په برخه کې د فعالو بنسټونو ترمنځ دې لازمه همغږي جوړه او د علماوو په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونو تعقبب چټک کړل شي.