د دیاسپورا د تشخیص او انسجام د پالېسۍ په اړه نظرونه شریک شول


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د لوړو زده کړو او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د مرستیالانو او دغه راز د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د دفتر، د کډوالو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون د افغان دیاسپورا د تشخیص او انسجام د پالېسۍ په تړاو د بحث په موخه غونډه وشوه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخیل د افغاني دیاسپورا د علمي او تخنیکي ظرفیت او توانمندۍ څخه د ګټې اخېستلو برخه کې د جلالتمآب جمهوررئیس لیدلوري د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، د دیاسپورا د تشخیص او انسجام په موخه دې د هغو ادارو او وزارتونو چې د جمهوري ریاست د حکم په اساس موظف شوي، د کاري بهیر د چټکتیا لپاره لازمه همغږي پیاوړي شي.
دغه غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت استازي د دیاسپورا د پالېسۍ د چمتو کولو په تړاو معلومات وړاندې کړل ویې ویل: دغه وزارت د دې پالېسۍ په وروستۍ کولو کې د ټولو ملي ادارو نظرونه راټول کړي او د چارو ادارې لوی ریاست ته یې په رسمي توګه سپاري.
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال هم له هېواد بهر له افغان علمي او تخنیکي کادرونو سره له همغږۍ خبر ورکړ ویې ویل، چې یاد وزارت د متخصصینو د انسجام لپاره لازمې هڅې کړي او بهر مېشت افغان علمي او تخنیکي کادرونه چمتو دي چې د افغانستان پوهنتونونو سره په بېلابېلو برخو کې د خپلو تخصصي نظریاتو وړاندې کولو کې همکاري وکړي.

ورته وخت کې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د دفتر استازي دغه برخه کې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل زیاته یې کړه، چې د افغان دیاسپورا د انسجام مسوولیت د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت دفتر ته سپارل شوی، چې دغه برخه کې په اروپایي او امریکایي هېوادونو کې د مېشتو افغان دیاسپورا بنسټونو او سازمانونو سره لازمې همغږۍ رامنځ ته شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت استازو له هېواد بهر د ظرفیتونو او متخصصینو د همغږۍ، تشخیص او انسجام برخو کې له چمتووالي خبر ورکړ ویې ویل، چې د بهرنیو چارو وزارت د نوي کال تشکیل کې د قونسلي چارو ریاست اړونده د دیاسپورا معاونیت وړاندیز کړی او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هغوی د استخدام برخه کې له دولتي او نا دولتي بنسټونو او دغه راز له نړیوالو سازمونو سره خبرې کړي دي.
دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي، ټولنیزو او سیاسي چارو ریاست او د نړیوالو اړیکو ریاست، له کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، بهرنیو چارو، لوړو زده کړو او کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همکارۍ د چارو د همغږۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.
دغه راز د توحید شوودیاسپورا اړونده اسناد او د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت دفتر د بهرنیو چارو او کډوالو چارو وزارتونو د نظرونو د اخیستلو په موخه په بهرنیو هېوادونو کې د مېشت متخصصینو د تشخیص او انسجام طرحه شریکه کړي.