د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونه موظف شول، چې د خادم الحرمین الشریفین د فرهنګي مرکز په عوض د تخصصي روغتون جوړولو طرحه ترتیب کړي


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د نړیوالو اړیکو ریاست له لوري د بهرنیو چارو، عامې روغتیا، ښار جوړونې وزارتونو، سیمه ییزو ارګانونو ادارې او کابل ښاروالۍ استازو حضور کې د خادم الحرمین الشریفین د فرهنګي مرکز په عوض د تخصصي روغتون د جوړولو د ځای د ټاکلو په تړاو غونډه وشوه.
دغه غونډه کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د نړیوالو اړیکو رئیس اتل شمس د ذکر شوې موضوع د مخینې په تړاو معلومات ورکړل ویې ویل، د هېواد د جلالتمآب جمهوررئیس د لیدلوري او د سعودي عربستان هېواد توافق په بنسټ د خادم الحرمین الشریفین د فرهنګي مرکز په ځای د هېواد په یو ولایت کې تخصصي روغتون جوړیږي.
هغه وویل، چې اړوند وزارتونه او ادارې دې د روغتون جوړلو د ځای ټاکلو برخه کې مطالعات ترسره کړي او بیا دغه برخه کې د سعودي عربستان هېواد سره خبرې وشي.
دغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت استازي وویل، چې دوی د سعودي عربستان لوري سره خبرې کړي او یاد هېواد چمتو دی چې د افغانستان د دولت د وړاندیز او اړتیاوو سره سم تخصصي روغتون اعمار کړي.
د ناستې په مهال د تخصصي روغتون جوړولو لپاره د ځای د تعیین په اړه د نظرونو له شریکولو وروسته پرېکړه وشوه، چې د عامې روغتیا وزارت د لوړو زدکړو وزارت په همکارۍ د افغانستان د اړتیاوو سره سم د تخصصي روغتون جوړولو پروپوزل چمتو کړي او د بهرنیو چارو وزارت له سعودي عربستان سره د روغتون جوړولو د ځای د انتقال موضوع شریکه کړي.