د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د اجارې د مقررې د وروستي کولو او د ودونو د هوټلونو د قراردادونو د ارزونې غونډه وشوه


د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د مقررې د وروستي کولو او د ودونو د هوټلونو د ټولو قراردادونو د ارزونې په اړه، د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې د عملي کولو په موخه، د چارو ادارې د ملی اقتصاد ریاست له لوري د چارو ادارې د څارنې او ارزونې د رئیس، د مالیې، ښارجوړونې اوځمکو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، سیمه ییزو ارګانونو او کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د څارنې او ارزونې رئیس محمد ګل کوچي د یادو موضوعاتو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې اړوند وضاحت ورکړ. هغه له ګډونوالو وغوښتل، چې د ودونو د هوټلونو د قراردادونو په اړه د څېړنو د پيل لپاره، ټول اسناد له ضمایمو سره د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته واستوي.
د چارو ادارې د ملي اقتصاد رئیس فرهاد منصوري د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د اجارې د مقررې په اړه خبرې وکړې او وویل، چې یاده مقرره د ځمکو د بیو ټاکلو د طرزالعمل له وروستي کیدو او د چارو ادارې د کارپوهانو له ارزونې وروسته به د کابینې غونډې ته واستول شي.
په دې غونډه کې پریکړه وشوه، چې عدلیې وزارت دې د ملکیتونو د اجارې مقرره او د ځمکو د بیې ټاکلو طرزالعمل تر لسو او نورې اړوندې ادارې د هوټلونو اړوند اسناد تر پينځو کاري ورځو په رسمي ډول د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته واستوي.