د الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا د ستونزې د حل په موخه، یو پلاوی بغلان ته سفر کوي
د بغلان ولایت د الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا غځولو د پروژې د ستونزو د حل په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ملي اقتصاد ریاست له لوري له بریښنا شرکت، بغلان والي او په ملي او ولایتي شورا کې د دې ولایت د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست د عالي مقام سلاکار شېرمحمد بهادر د یادې ستونزې د حل په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د حکم له یادونې سره وویل، چې د دې ستونزې د حل لپاره د نوموړي په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، څو دا ستونزه له نیږدې وارزوي او د حل د هڅو ترڅنګ د اجرأتو پایلې د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریکې کړي.
د چارو ادارې د ملي اقتصاد رئیس فرهاد منصوري د جلالتماب جمهور رئیس د حکم د عملي کیدو په برخه کې د بریښنا شرکت، مالیې وزارت، بغلان ولایتي ادارې او په ملي او ولایتي شورا کې د دغه ولایت د استازو هراړخیزه همکاري اړینه وګڼله.
د بریښنا شرکت استازو د یادې پروژې د عملي کیدو د ستونزو په یادولو سره وویل، چې د اړوندو ادارو او خلکو په مرسته به دغه ستونزه حل کړي.
په ملي او ولایتي شورا کې د بغلان یو شمېر استازو په حضوري ډول او د بغلان والي او د ولایتي شورا رئیس د ویډیو کنفرانس له لارې ډاډ ورکړ، چې دوی به له خپله اړخه د بریښنا غځولو له یادې پروژې سره هر اړخیزه همکاري کوي.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د بریښنا غځولو پروژې د حل لپاره ټاکل شوی پلاوی به په دې اړه د جمهوري ریاست د حکم د عملي کیدو په موخه په نیږدې راتلونکي کې له مالیې وزارت سره همغږي کوي او همدا شان به له ځایي خلکو سره د خبرو لپاره بغلان ولایت ته سفر وکړي.