د چارو ادارې لوی رئیس د ترکمنستان سفیر سره د دواړو هېوادونو د درېیو ګډو پروژو د پرانیستې په اړه بحث وکړ

د چارو ادارې لوی رئیس د ترکمنستان سفیر سره د دواړو هېوادونو د درېیو ګډو پروژو د پرانیستې په اړه بحث وکړ


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د ترکمنستان له مېشت سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې، دواړو لوریو په نیږدې راتلونکي کې، د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د دواړو هېوادونو د بشپړو شویو درېیو ګډو پروژو (اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او بریښنا) د پرانیستې په اړه بحث او د دغو پروژو د پرانیستې هرکلی وکړ.
دغه راز د زیربنایي او نښلونکو پروژو د عملي کیدو او چارو چټکتیا، د سیمه ییزو همکاریو د زیاتوالي په اړه هم بحث او خبرې وشوې.