د لوړپوړو دولتي چارواکو او مقاماتو د معلوماتي بانک د جوړیدو په اړه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او دولتي تشکیلاتو د بیا کتنې ریاست له لوري د لوړپوړو دولتي چارواکو او مقاماتو د سوانحو دفتر او معلوماتي سیستم د جوړیدو په اړه د وزارتونو، ادارو او کمیسیونونو د بشري سرچینو د رئیسانو په ګډون غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د لوړپوړو دولتي چارواکو او مقاماتو د ذاتي چارو د طی مراحلو، د سوانح دفترونو او کاري سوابقو د معلوماتي بانک د جوړیدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د کادري چارو، اصلاحاتو او دولتي تشکیلاتو د بیا کتنې ریاست سرپرست احمد طارق ستانکزي د سوانح دفترونو، د ذاتي چارو د اسنادو او لوړپوړو دولتي چارواکو او مقاماتو د خدمت د مودې او تر هغې وروسته د وړاندیز شویو تقنیني اسنادو د بشپړیدو د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د پر وخت او قانوني پریکړو د ترسره کیدو، د لوړپوړو دولتي چارواکو او مقاماتو د ذاتي چارو د اسنادو د طی مراحلو او په اړه یې د جمهوري ریاست د عالي مقام د پریکړو د اسانتیا برابریدو او د یاد شویو چارواکو او مقاماتو د سوانح او کاري سوابقو د برابریدو او بشپړیدو لپاره معلوماتي بانک رامنځته شي.