په اندخوی کې د افغانستان – ترکمنستان د درېیو پروژو د پرانیستې په اړه تدابیري غونډه وشوه

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام د مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د فاریاب ولایت په اندخوی کې د افغانستان – ترکمنستان د درېیو بشپړو شویو ګډو پروژو د پرانیستې په اړه تدابیري غونډه وشوه.
دا غونډه، چې د چارو ادارې د ملي اقتصاد ریاست یې کوربه و؛ د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ او بهرنیو چارو وزارتونو، اوسپنې پټلۍ، سیمه ییزو ارګانونو، ملي راډیو ټلویزون او اترا ادارو او د جمهوري ریاست د تشریفاتو او مطبوعاتو ریاستونو استازو پکې ګډون درلود.
د غونډې ګډونوالو په اندخوی کې د اوسپنې پټلۍ ادارې، بریښنا شرکت او مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ د اړوندو بشپړو شویو پروژو د پرانیستې په اړه پر هر اړخیز چمتووالي او د اړوندو کمېټو پر جوړښت او مسوولیتونو بحث او خبرې وکړې.
د فاریاب والي نقیب الله فایق، چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې په غونډه کې ګډون درلود، د ولایتي ادارې په استازیتوب د یادو پروژو پرانیستې ته د هر اړخیز چمتووالي ډاډ ورکړ او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.
د غونډې په پای کې د یادو مراسمو د ښه ترسراوي په موخه د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازي په اړوندو کمېټو کې تنظیم او مؤظف شول، چې خپل کارونه زر همغږي او د خپلو عملیاتي پلانونو او کارونو په اړه د کمېټو له لارې د چارو ادارې ته خبر ورکړي.