د چارو ادارې لوی رئیس د انګلستان له شارژدافیر سره وکتل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د انګلستان له شارژدافیر ښاغلي آنفو کلوډ سره وکتل.
دواړو لوریو، د فساد پر وړاندې د افغانستان د حکومت د پروګرامونو او په جینیوا کنفرانس کې د حکومت د ژمنو د تعقیب د میکانیزم په اړه بحث او خپل نظرونه تبادله کړل.
د انګلستان شارژدافیر، په هېواد کې د هدفي وژنو له کبله اندیښنه هم څرګنده او دغه عمل یې وغانده.