د عامه او خصوصي مشارکت د اصولو له مخې خصوصي سکتور ته د فایبر نوري پروژې د جوازونو د ورکړې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد اړوند د عامه او خصوصي مشارکت ریاست د مخابراتو وزارت، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) ، افغان ټیلي کام او د خونو فدراسیون له استازو سره د عامه او خصوصي مشارکت د اصولو له مخې، خصوصي سکتور ته د فایبر نوري پروژې د جوازونو د ورکړې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.
په غونډه کې د عامه او خصوصي مشارکت ریاست مسوولینو وویل، چې د انټرنیټي خدمتونو د کیفیت او بیې د ښه والي، سراسري کیدو او ورڅخه د خلکو د رضایت زیاتیدو لپاره غواړي څو قراردادونه تر واحد چتر لاندې په مشارکتي او ځواب ویونکي ډول جواز لرونکو کمپنیو ته ورکړي.
د غونډې ګډونوالو په دې اړه خپل نظرونه وړاندې او ټینګار وکړ، چې د فایبر نوري پروژې د جوازونو ورکړه د قانون پر بنسټ د اترا ادارې مسوولیت دی، خو د چارو د روڼتیا او له خدماتو څخه د سراسري رضایت لپاره دې د عامه او خصوصي مشارکت ریاست او نورو اړوندو ادارو غوښتنو؛ په ځانګړي ډول د فایبر نوري خدمتونو د وړاندې کوونکو کمپنیو د فعالیت جدي څارنې ته پاملرنه وکړي.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د عامه او خصوصي مشارکت ریاست به په دې اړه خپل چمتو کړي اسناد له اړوندو ادارو سره شریک کړي، څو نظرونه یې زر په لیکلي ډول ترلاسه او د راتلونکو ګامونو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.